Welcome to Zakria Rahimi

حساسیت څه ته وایي ؟

په انګریزۍ کې حساسیت ته (allergy) وایي او کومو توکو سره چې تاسې حساس یاستی یا د حساسیت لامل کیږي (allergen) ورته وایي. حساسیت د بدن د ایمني یا دفاعي سیستم هغو بهرنیو توکو ته غبرګون دی کوم چې معمولا زیان اړونکي نه دي. بهرني توک ممکن خواړه وي، ممکن د ګلانو ګرده وي ممکن… read more »

د پام نشتوالی یا کموالی او د بې کچې فعالیت بې نظمي څه ته وایي ؟

د زهني روغتیا یو حالت دی. په انسان کې غیرې عادي د بې کچې زیات فعالیت او تر کړنو مخکې د فکر د نشتوالي لامل کیږي. په دې روغتیایي حالت اخته کسان ډیری وخت په یوه کار تمرکز نشي کولای، په یوه ځای د ډېر وخت لپاره نشي کیناستلی. په دې ډول کسانو کې د… read more »

د ځوانۍ دانې کله او څرنګه پیدا کیږي ؟

په پوستکي کې واړه سوریان موجود وي، دې سوریانو ته په انګریزۍ کې (pores) نوم اخلي، باکتریا، دوړې، د پوستکي مړې شوې حجرې او غوړ کولای شي دا سوریان بند کړي، کله چې د پوستکي سوریان بند شي د وړې سپینکۍ دانې پیدا کېدو لامل ګرځي، سپینکۍ دانې ته په انګریزۍ کې (pimple, zit or… read more »

د ګیډې د درد لاملونه

د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي،… read more »

Posterior cerebral artery

په مغز کې واقع د سرو رګونو شبکه ده، لنډیز یې (PCA) دی. د (circle of Willis) لاندې برخه جوړوي. د مغز (occipital lobe) او د مغز وروسته برخې ته اکسیجن لرونکې وینه لیږدوي. ډېرې حیاتي څانګې لري. څانګې یې په درې کټګوریو کې وېشل شوي د هرې څانګې کټګوري ته یې (central, the choroidal,… read more »

په بطن کې عام روغتیایي حالتونه

د تنې لاندې برخه ده. پاسه دیافراګم پردې له سینې جلا کړی، لاندې د خاصرې لګن باندې پای ته رسېدلی او وروسته یې د شمزی تیر او د پښتیود هډوکو وروستۍ برخه ده کوم چې د لګن خاصره له هډوکو سره څو انچه فاصله لري. یو څنګ او بل څنګ د بطن غړي هډوکو محفوظ… read more »

Adductor hallucis

په انګرېزۍ کې ورته (Adductor obliquus hallucis) نوم هم اخلي. دوه سرې عضله ده، یو سر یې عرضي او بل یې مایل دی. له دواړو سرونو سره یې (lateral plantar nerve) عصب وصل دی. د نده یې دپښې د ګټې ګوتې قاتول او راغونډول دي. مایل سر یې په پښه کې له دوېم، درېم او… read more »

د نر په داخل کې سکس څرنګه ترسره کیږي ؟

معمولا د نر جنسي ایپیزوډ داسې وي : – د جنسي اړیکي لپاره تحریک کېدنه که تصوري وي او که فزیکي دواړه په مغز کې پیل کیږي، له دې ځای څخه بدن د نر په جنسي اله کې عصابو ته سګنال لیږي په ځانګړې توګه د نر جنسي اله کې د پورته برخې عصابو ته…. read more »

د بطن غړي او پوښتۍ

په بدن کې ځیګر د فلټر کولو دنده لري بدن له زهري توکو خالي او صفرا تولیدوي. صفرا په هاضمه کې مرسته کوي، د شحمو په جذب کې او د هغو ویټامینونو په جذب کې کوم چې په شحمو کې حل کیږي لکه اې، ډي، اي او کې.   د صفرا کیسه (gallbladder) له ځیګر… read more »

Descending genicular artery

په انګرېزۍ کې ورته (highest genicular artery) نوم اخلي د ورون مخکې برخه کې د وینې سور رګ دی. له (femoral artery) څخه څانګه شوی او وروسته سملاسي په دوه برخو (saphenous branch and the articular branches) وېشل شوی. عمومي برخه یې مخکې له وېش څخه زنګونه ته وینه انتقالوي. د (saphenous branch) څانګه یې… read more »

Dorsal tarsometatarsal ligaments

د پښې په پنجه کې لیګامنټ دی، هوار کلک جوړښت لري، له ټارسل هډوکو د میټاټارسل په لور غزېدلي. د پښې د پنجې د هډوکو ترمنځ اتصال رامنځته کوي. په پښه کې پنځه میټاټارسل (metatarsal) هډوکي موجود دي هر هډوکی یې کوم ځانګړی نوم نلري، همداسې پښه کې مختلف (tarsal) هډوکي موجود دي هر یو… read more »

Cooper’s ligaments – د کوپر لېګامنټ

په انګریزۍ کې ورته دوه نور نومونه (the suspensory ligaments of Cooper and the fibrocollagenous septa) هم اخلي. په تیانو کې نښلونکي نسجونه دي، نوم یې د (Astley Cooper) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په کال ۱۸۴۰ کې په لمړي ځل تشریح کړي. که چېرې د (diffraction tomography) تخنیک وکارول شي نو اناتومي… read more »

ځیګر څه دی ؟

د بدن غټ غړی دی. د ګېډې پاسه ښي اړخ کې واقع وي، یوه څنډه یې د ګېډې پاسه کیڼ اړخ لور ته تللې وي. په بلوغ ته رسېدلي کس کې یې وزن معمولا تر ۱۵۰۰ ګرامه پورې وي. د ایمني سیستم او د میټابولیک فعالیت لپاره حیاتي رول لري. له فعالیت کوونکي ځیګر پرته… read more »

Blocked milk duct – بند شوی د شیدو کانال

په انګریزۍ کې دې حالت ته دوه نور نومونه (plugged or clogged milk duct) اخلي. د یوه یا څو هغو کانالونو بندېدو ته وایي چې د تي سر ته شیدې انتقالوي او بندېدل یې د ماسټیټیس (Mastitis) حالت پیدا کوي – ماسټیټیس روغتیايي حالت دی او په تي کې د پړسوب لامل کیږي. علایم یې… read more »

Radial carpal collateral ligament

په انګرېزۍ کې ورته دوه نور نومونه (radial collateral ligament or external lateral ligament) هم اخلي. د لېچې د رډیس هډوکي د سټیلویډ بهیر له څوکې غزېدلی او له سکافویډ هډوکي سره نښتی. سکافویډ هډوکي ته پخوا (Navicular bon) اخیستل کېده. د رډیس له رګونو سره اړیکه لري، یاد رګونه لېګامنت له ټېنډون جلا کوي…. read more »

Collateral ligament of interphalangeal articulations of hand

د لاس په هره ګوته کې درې (phalange) هډوکي وي، کوم چې د ګوتې په څوکه کې دی د (distal) په نامه یادیږي، کوم چې د ګوتې په منځ کې دی د (intermediate) په نامه یادیږي کوم چې لاس یا رغوي ته نږدې دی د (proximal) په نامه یادیږي. د ګوتو د هډوکو ترمنځ مفصلونو… read more »

Anterior cecal artery

په انګریزۍ کې یې املا (anterior caecal artery) هم لیکل کیږي. د وړې او غټې کلمې له برخې سره وړه نښتې کیسه (cecum) ده همدا برخه د غټې کلمې پیل دی او وړه کلمه له غټې کلمې سره نښلوي. د (cecum) مخکینۍ برخې ته په اکسیجن غني شوې وینه لیږدوي – د (cecal artery) رګ… read more »

Areolar gland – اریولر مرغړي

په انګریزۍ کې ورته (Glands of Montgomery) نوم هم اخلي. د تي د سر چار چاپېره په اریولا کې د غوړو تولیدونکي مرغړي دي. تیلو ته ورته غوړ ترشح کوي تر څو د تیانو سرونه غوړ وساتي. جوړښت په اریولا خو ځینې وخت د تیانو په سرونو هم اریولر مرغړي ګرد بهر ته وتلی جوړښت… read more »

Areola – اریولا

په سینه کې د سینې د سر چار چاپېره رنګدانه لرونکې برخه ده. په انګریزۍ کې د تي سر ته (nipple) او ټول تي ته د (breast) نوم اخلي. په تي کې اریولا دایرې ته ورته برخه ده، له چار چاپېره نسجونو سره په هیسټولوجي کې توپیر لري. د بلوغ ته رسېدلې ښځې د تیانو… read more »

Cancer – سرطان

سرطان د ناروغیو یوه ټولګه ده په کومو کې چې د حجرو غېرې نورمال وده شامله وي او دا حجرې د دې وړتیا لري چې په نورو حجرو برید وکړي او یا هم د بدن نورو برخو ته خپرې شي. سرطان د حجرو له غنچې (benign tumors) سره توپیر لري – د حجرو غنچه د… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons