Welcome to Zakria Rahimi

Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

د نیوزلنډ په اینډبای ټاپو کې د ۸۰ کلونو لپاره وحشي حالت کې موجود غوییز وو. اوسمهال یوازې اووه غوییز پاتې دي. اوسمهال یې د نسل ژغورنې چاره په بند ځای کې پیل شوې. یاد ټاپو کې په ۱۸۹۰ لسیزه کې هڅه وشوه چې په اینډر بای ټاپو کې فارمونه جوړ شي خو هڅه یې… read more »

د نر په هګیو کې د سرطان پړاونه

لکه د سرطان د نورو ډولونو په څېر د نر د هګیو سرطان هم په پړاونو کې ډلبندي شوی. هر پړاو یې تاسې ته دا روښانه کوي چې سرطان خپور شوی او که نه، همداسې د درملنې په اړه له ډاکټر سره مرسته کوي. د نر د هګیو سرطان د نر له هګیو سرچینه اخلي… read more »

د سرطان وروستی پړاو د درملنې وړ وي ؟

د درملنې موخه یې د ناروغ په درد کې دومره ارام ساتل دي څومره چې امکان لري. ځینې هیوادونو کې یوازې د ناروغ مړینې ته انتظار کوي او ځینې هیوادونو کې هڅه کوي چې که امکان ولري ژوند یې یو څو ورځې اوږد شي. د سرطان وروستی پړاو او پر مختللی پړاو یو بل سره… read more »

ټېرا ټوما څه دی ؟

ټېرا ټوما یا تېراتوم ډېر کم وخت رامنځته کېدونکی تومور دی، په ځان کې کولای شي بشپړ ودې ته رسېدلي نسجونه یا غړي ولري، په دې کې هډوکي، وېښته، غاښونه او عضلې هم شامل دي. تر ټولو زیات د شمزي پای کې د لکۍ په هډوکي کې، د نر په هګیو او د ښځې د… read more »

په سر کې فشار ته ورته درد

فشار ته ورته یا د سر نیول کېدو ته ورته درد داسې احساس کیږي لکه ټنډه چې په پټۍ تړل شوې وي. په ډېری خلکو کې ښه کېدونکی او په میاشت کې یو تر دوه ځلو پورې بېرته راګرځېدونکی وي، په ځینو خلکو کې اوږدمهاله وي. په سر، څټ او سترګو یا د سترګو له… read more »

د ټېنېس موس درملنه څرنګه کیږي ؟

ټېنېس موس (tenesmus) یا رفع حاجت ته ناڅاپه اړتیا پیدا کېدنه، ډېری وخت انسان رفع حاجت هم کړی وي خو بیا هم ناڅاپه د رفع حاجت کولو احساس کوي. درملنه او مخنیوی یې د رامنځته کوونکي روغتیایي حالت سره تړاو لري. که چېرې یو کس د هاضمې په کانال کې کومه روغتیایي ستونزه ولري نو… read more »

د ټېنډونوسېس د علایمو پېژندنه

ټېنډون ډبل، فایبري نسجونه دي او عضلې د بدن له جوړونو یا مفصلونو سره نښلوي. د ټېنډونوسېس املا (Tendonosis or tendinosis) لیکل کیږي او دواړه یې سم دی. اوږدمهاله ناروغي ده او په ټېنډون کې کولاجېن له منځه وړي – کولاجېن په تېنډون کې جوړښتي پروتین دی. د ټېنډونوسېس د رامنځته کېدو لامل د ټېنډون… read more »

د تیانو د سرطان رامنځته کوونکي فکتورونه کوم دي ؟

ځینې خطرونه او فکتورونه یې انسان نشي بدلولی لکه عمر، جنسیت او جنتیک. تاسې که د جنتیک په اړه په خپل ځان کې کوم بدلون نشئ راوستی خو په خپل جنتیک پوهېدل تاسې سره دا مرسته کوي چې خپلې روغتیا ته پام وکړئ او له بدلون سره سملاسي یې ازموینو او درملنې ته مخه کړئ…. read more »

کوم جېنونه د تیانو په سرطان اغیز کوي ؟

سرطان یو روغتیایي حالت دی او په جېنونو کې د بدلون له امله رامنځته کیږي. جېنونه په خپل ځان کې لارښوونې لري او دا لارښوونې په حجره کې پروتینونو ته وایي چې څرنګه چلند وکړي. په (BRCA1 and BRCA2) جېنونو کې بدلون د تیانو د سرطان د رامنځته کېدو خطر بې کچې زیاتوي. که چېرې… read more »

واګرام

په اتریش او پولنډ کې د کلي نوم دی. د واګرام جګړه د ۱۸۰۹ کال د جولای په ۵ او ۶ نېټه د جګړې نوم دی او له ویانا ښار لس کیلو متره واټن کې د فرانسویانو د امپراتورۍ د اتریش له امپراتورۍ سره جګړه وه، پای کې ناپلیون جګړه وګټله.

ریچارډ واګنر

د جرمني کمپوزر، د تیاتیر ډایرېکټر، د اورکسټرا لارښوونکی او پولېمیک وو. د ۱۸۱۳ – ۱۸۸۳ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی.

د ویروسي تبې درملنه څرنګه وکړو ؟

د باکتریا په څېر ویروس په انتي بیوتیک درملو له منځه نه ځي. ډېری وخت ویروسي ناروغۍ یوازې خپل کورس پوره کوي. د ډېرو ویروسي ناروغیو لپاره یوازې د تبې کمونکي درمل، مایع څکل او ارام کافي وي. ویروسي تبه هره هغه تبه ده کومه چې د ویروسي عفونیت له امله رامنځته کیږي. ویروسونه واړه… read more »

زوژو

چینایي تلفظ یې شوجو دی. پخوانی نوم یې پېنګ چېنګ دی. د چین په جیانګ سو ولایت کې ښار دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۹۰۸۳۷۹۰ وو.

شین یو

د چین په جیانګشي ولایت کې ښار دی.

شین جیانګ

چینايي تلفظ یې شین چیانګ دی. سین کیانګ نوم هم ورته اخلي. د چین تر ټولو لوی ولایت دی. د چین خودمختاره سیمه ده. مساحت یې ۱.۶ میلیونه کیلو متر مربع دی، د وګړو شمېر یې ۲۵ میلیونه دی.

شین جي

چینایي تلفظ یې شینګ چي دی. د چین په شمال کې، په هوبی ولایت کې ښار دی.

شي نینګ

د نوم املا یې شي نینګ او سي نینګ لیکل کېدای شي. د چین په لویدیځ کې د چینګهای ولایت ښار دی. د تبت په لوړې هوارې کې تر ټولو لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۴۶۷۹۶۵ وو.

زېنګو

د نوم تلفظ یې زېنګو، سینګو او شینګو درېواړه سم دي. په برازیل کې د توکم او سیند نوم دی.

سیان ینګ

چیناي تلفظ یې شیان ینګ دی. د چین په شانکسي ولایت کې ښار دی. د وی سیند په اوږد کې موقیعت لري. په ۲۰۱۰ کې یې د وګړو شمېر ۹۴۵۴۲۰ وو.  

شي ان

په چین کې د شانکسي ولایت مرکز او ښار دی. د چین په لویدیځ کې د وګړو د شمېر او ګڼې ګوڼې له مخې درېم لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۲.۹۵ میلیونه وو.

Sidebar



Share
Hide Buttons