Welcome to Zakria Rahimi

Middle phalanges – د لاس په ګوتو کې منځني هډوکي

بل نوم یې (intermediate phalanges) دی. د ګوتو منځني هډوکي دي. له ګټې ګوتې پرته په نورو څلور ګوتو کې درې هډوکي وي. نورو دوه هډوکو ته چې له منځني هډوکي لاندې او پاسه موجود دي د (proximal phalanx and distal phalanx) نومونه اخلي. په (distal phalanx) کې نوکان دي او (proximal phalanx) هر هډوکی… read more »

Uterine vein – د ځلانځ ورید

د ځلانځ ورید د ښځې تناسلي غړي ته نږدې د وینې د رګونو یو ګروپ ته رجوع کوي. د (uterine venous plexus) رګونو برخه ګڼل کیږي. په (plexus) کې د وینې جریان سره مرسته کوي. د (uterine plexus and uterine vein) وریدونه د ځلانځ له څنګونو بهر راوځي او له واجینا سره په مجاورت کې… read more »

Tensor fasciae latae

له (iliotibial band) څخه لاندې یوه نرۍ عضله ده. دې بېنډ ته (IT band) نوم هم اخلي. د فېشیا (fascia) اوږده شوې ټوټه ده (فېشیا د نښلونکو نسجونو یو ډول) په ورون او زنګون کې واقع ده. دا عضله د خاصرې له لګن سرچینه اخلي، په (condyle of the tibia) کې داخلیږي. د ( superior… read more »

Uterine tube

بل نوم یې (Fallopian tube) دی. د هګیو له کیسې څخه زیلانځ یا رحم ته هګۍ انتقالوي. په هره ښځه کې دوه دا ډول کانالونه موجود وي خو ښځې د بې نظمیو له امله، جراحي له امله، له زیلانځ څخه د جنین بهر ودې له امله دا کانالونه له لاسه ورکولای شي. د دې ټیوب… read more »

Left pulmonary veins – د سږو د کیڼ اړخ وریدونه

په بدن کې ټول څلور د سږو وریدونه موجود دي او ټول د زړه له کیڼ اې ټریوم یا کیڼ دهلیز (left atrium of the heart) سره وصل کیږي. زړه له اکسیجن تخلیه یا خالي شوې وینه د سږو د رګونو په ذریعه سږو ته پمپ کوي، کله چې وینه له اکسیجن سره ګډه شي… read more »

نغمه

بشپړ نوم یې نغمه ښاپېرۍ دی. په ۱۹۵۹ کې د افغانستان په کندهار ولایت کې زېږېدلې. د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې یې د هنر لمړۍ چارې خپرې شوې. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې او د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې نغمه او پخوانی میړه یې منګل د پښتو ژبې دوامداره سندرې ویونکي سندرغاړي… read more »

عزیز هېراوي

په ۱۹۵۲ کې د افغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلی. د افغانستان داسې هنر مند دی چې په دوتار او رباب غږونه کې خورا ښه وړتیا لري. کله چې د ۷ کالو وو په لمړي ځل یې د دوتار غږ واورېده او یوه ورځ په کور له خپل خادم څخه یې وغوښتل چې له شپونکي… read more »

استاد بېلتون

بشپړ نوم یې مومن خان بېلتون وو. د کابل ولایت پښتون سندر غاړی وو. د خاک جبار ولسوالی په چکري کلي کې پیدا شوی خو د ژوند ډېره برخه یې په لوګر ولایت کې تېره کړې. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د سندرو طرز یې د کابل خرابات میوزیک منعکس کړی…. read more »

بخت زمینه

بخت زمینه د کونړ ولایت سندر غاړې وه. کله یې چې میوزیک د خپل مسلک په توګه وټاکه نو له کونړ څخه کابل ولایت ته ولاړه. سیمه ایز او پاپ میوزیک سره یې سندرې ویلې. ښکلا او غږ یې په وخت کې ساری نلره. کله یې چې ای سربازه یاره خیژه په مورچل باندې سندره… read more »

استاد اولمیر

د ۱۹۳۱ کال د مې میاشت په ۸ نېټه د پښتونخوا په پیښور کې زېږېدلی او د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۲۴ نېټه په کابل کې مړ شوی. د افغانستان د پښتو ژبې سندرغاړی، کمپوزر او شاعر وو. په کم عمرۍ کې یې له مختلفو کسانو د میوزیک زده کړه کړې او وروسته یې… read more »

اریانا سعید

د ۱۹۸۵ کال د جولای په ۱۴ نېټه په کابل کې زېږېدلې. اوس په ۲۰۲۰ کې ۳۵ کلنه ده. د افغانستان سندرې لیکونکې، سندرې ویونکې او تلویزیوني شخصیت دی. په دواړو پښتو او دري ژبو سندرې وایي. د افغانستان د پېژندل شوو هنرمندانو په نوملړ کې ده. یوازینۍ افغان سندرغاړې چې له افغانستان بهر او… read more »

احمد ظاهر

د ۱۹۴۶ کال د جون میاشتې په ۱۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۴ نېټه مړ شوی. د افغانستان کمپوزر او سندرو لیکونکی وو. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د افغانستان په تاریخ کې احمد ظاهر لمړی سندر غاړی وو چې د هرې طبقې، عمر، ژبې او… read more »

احمد ولي

احمد ولي د افغانستان سندر غاړی دی. غزل ویل یې له ۱۹۷۰ لسیزې پیل کړي. د افغانستان له امنیت خرابېدو سره له هیواده کډوال شو او په جرمني کې له مېشت کېدو وروسته یې په شمالي امریکا او ټوله اروپا کې خپل هنر ته ادامه ورکړه.   احمد ولي افغانستان له دوه نورو سندر غاړو… read more »

Le nom – اسم

Les propriétés du nom د اسم ځانګړنې   اسم خپلې ځانګړنې لري په دې مانا چې مونث او یا مذکر وي، مفرد او یا جمع وي، له یوې کلیمې جوړ شوی ساده او یا له څو کلیمو ترکیب شوی وي. لاندې یې فرانسوي تشرېح او مانا وګورئ   Le nom peut être simple ou composé…. read more »

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

د سیشېل کوچنی ګڼ ځنګل لرونکی ټاپو دی. له دیګ ټاپو سره څلور کیلو متره واټن کې ختیځ لور ته واقع دی. د سیشېل پنځم لوی ټاپو ګڼل کیږي. مساحت یې ۲.۶۸ کیلو متر مربع دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انګرېزانو چې کله د پېراک سلطان عبدالله جلا وطن کړ په همدې ټاپو… read more »

La Digue – له دیګ

د سیشېل درېم تر ټولو نامتو ټاپو دی. په ټول هیواد کې څلورم لوی ټاپو ګڼل کیږي. د سیشېل نورې درې لوی ټاپوګان ماهې، پراسلین او سیلویت دي. د ټاپو ټول نفوس ۲۸۰۰ وګړي دي. له پراسلین او ماهې ټاپو څخه بېړۍ دې ټاپو ته تګ راتګ کوي او له همدې امله یې ډېر وګړي… read more »

Seychelles – سیشېل

رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس… read more »

Rodrigues – رودریګ ټاپو

د هند په سمندرګي کې د موریس ټاپو هیواد خودمختاره ټاپو دی. مساحت یې ۱۰۸ کیلومتر مربع دی. د اورشیندنې ځای هم پکې موجود دی. له ټاپو سره نږدې ځینې خالي ټاپوګان هم موجود دي. د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه یې له موریس نه خپله خودمختاري ترلاسه کړه، اوسمهال د رودریګ سیمه… read more »

Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

د هند په سمندرګي کې د موریس دوه ټاپوګان دي. یو یې ۱۲.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۱.۵ کیلو سور لري، بل یې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۴.۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. دا ټاپوګان ښه کوپره او د (Agalega day gecko) ماده لري. یو ټاپو یې د هند پوځ ته په اجاره… read more »

St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

د (Cargados Carajos Shoals) په نامه هم یادیږي. د هند په سمندرګي کې د ټاپوګانو ټولګه ده. د موریس ټاپو په شمال ختیځ کې موقیعت لري. د ټولو ټاپوګانو شمېر له ۲۸ تر ۴۰ پورې دی، شمېر یې له طوپانونو سره تړاو لري که چېرې توپان وي نو ځینې کوچني ټاپوګان بېرته اوبو کې ډوبیږي…. read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons