Welcome to Zakria Rahimi

Seychelles – سیشېل

رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس… read more »

Rodrigues – رودریګ ټاپو

د هند په سمندرګي کې د موریس ټاپو هیواد خودمختاره ټاپو دی. مساحت یې ۱۰۸ کیلومتر مربع دی. د اورشیندنې ځای هم پکې موجود دی. له ټاپو سره نږدې ځینې خالي ټاپوګان هم موجود دي. د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه یې له موریس نه خپله خودمختاري ترلاسه کړه، اوسمهال د رودریګ سیمه… read more »

Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

د هند په سمندرګي کې د موریس دوه ټاپوګان دي. یو یې ۱۲.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۱.۵ کیلو سور لري، بل یې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۴.۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. دا ټاپوګان ښه کوپره او د (Agalega day gecko) ماده لري. یو ټاپو یې د هند پوځ ته په اجاره… read more »

St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

د (Cargados Carajos Shoals) په نامه هم یادیږي. د هند په سمندرګي کې د ټاپوګانو ټولګه ده. د موریس ټاپو په شمال ختیځ کې موقیعت لري. د ټولو ټاپوګانو شمېر له ۲۸ تر ۴۰ پورې دی، شمېر یې له طوپانونو سره تړاو لري که چېرې توپان وي نو ځینې کوچني ټاپوګان بېرته اوبو کې ډوبیږي…. read more »

Mauritius – موریس

د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. نور ټاپوګان یې رودریګ ټاپو، اګالېګا او سنت براندون ټاپو دی. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې پورټ لویس دی او په موریس ټاپو کې واقع دی. لمړی المانیانو په ټاپو کنټرول لره خو په ۱۷۱۰ کې المانیانو پرېښود او په ۱۷۱۵ کې د فرانسویانو لاسته… read more »

Nosy Be – نوسي بي ټاپو

د ماداګاسکار شمال لویدیځې سمندر غاړې کې د ماداګاسکار ټاپو دی. بې کچې زیات سیلانیان لري. مساحت یې ۳۲۰۰۲ او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۷۳۰۱۰ وو. د ماداګاسکار په مالاګاسې ژبه کې د نوسي بي مانا لوی ټاپو ده. په ۱۷ پېړۍ کې یې نوم اسادا (Assada) وو. د پېړیو په اوږدو کې… read more »

Île Sainte-Marie – سنت ماري ټاپو

پخوانی نوم یې سنت ماري ټاپو او اوسنی نوم یې نوسي بوراها (Nosy Boraha) دی. د ماداګاسکار لویدیځ لور کې د ماداګاسکار ټاپو دی. د ټاپو مرکزي ښار امبودیفوتاترا دی. مساحت یې ۲۲۲ کیلو متر مربع او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۲۶۵۴۷ وو. د پېړیو په اوږدو کې یې خلکو تغیر کړی تر… read more »

Madagascar – ماداګاسکار

ماداګاسکار په نړۍ ۴۷ لوی هیواد، څلورم لوی ټاپو او همداسې دوېم لوی ټاپو هیواد دی. ختیځ لور ته یې ورسره نږدې موریس او د فرانسې ریونیو ټاپو دی، شمال لویدیځ لور ته یې کومور او مایوت دی او لویدیځ لور ته یې مزمبق دی. مرکز یې انتاناناریو دی. رسمي نوم یې د ماداګاسکار جمهوریت… read more »

Intuition – له استدلال پرته درک یا پوهېدنه

هغې وړتیا ته وایي چې له استدلال پرته پوهه پرې ترلاسه کولای شو. زیات لیکولان دې کلیمې ته ډېرې مانا ګانې ورکوي لکه انسان کې غېرې ارادي پوهې ته لاسرسی، په غېرې ارادي توګه د یو څه پېژندنه یا پرې پوهېدنه، داخلي حس یا ارزونه، د یو څه پېژندنې ته داخلي لید، پرته له دې… read more »

Heresy – بې لارې یا بدعت کوونکی

د یونانۍ ژبې له (αἵρεσις) کلیمې اخیستل شوې کلیمه ده. مانا یې خوښه او یا خوښ شوی شی دی. وروسته یې مانا د نر لخوا خوښه شوې ډله او یا مکتب شو. وروسته د ځوانانو لخوا د مختلفو فلسفو ازموینې ته کارېده تر څو د ژوند طریقه پرې وټاکي. په اوس وخت کې یې مسلمانان،… read more »

Anjouan – انجوان

پخوانی نوم یې جوهانا دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی، د کومور ټاپو هیواد برخه خو په ورته وخت کې خودمختاره ټاپو دی. غټ ښار یې موڅامودو نومیږي، په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۲۷۷۵۰۰ وو. مساحت یې ۴۲۴ کیلومتر مربع دی. د ټاپو تر ټولو لمړي موندونکي د اندونیزیا او پولینیزیا خلک وو…. read more »

Mohéli – موهېلي

یو خودمختاره ټاپو دی او د کومور ټاپو هیواد یوه برخه ده. د کومور ټاپو هیواد په درې لویو ټاپو ګانو کې تر نورو دوه ټاپو ګانو کوچنی دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی. په ۲۰۰۶ کال کې یې نفوس ۳۸۰۰۰ وو. د ټاپو مرکز فومبوني دی. لکه د کومور د نورو ټاپوګانو… read more »

Grande Comore – غټ کومور

د هند په سمندرګي کې د کومور ټاپو هیواد تر ټولو لوی ټاپو دی. په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۳۱۶۶۰۰ وو. د ټاپو مرکز موروني دی کوم چې د کومور ټاپو هیواد مرکز هم دی. په دې ټاپو کې دوه د اورشیندنې سیمې هم شته، د اورشیندنې سیمه یې په کارتالا غونډۍ کې ده، کارتالا… read more »

Comoros – کومور / کوموروس

په انګرېزۍ کې ورته (Union of the Comoros) نوم هم اخلي، په عربي کې ورته جزرالقمر وایي. د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. د موزمبق چینل یا کانال په شمالي کې موقیعت لري. د کومور شمال لوېدیځ کې تانزانیا، شمال ختیځ کې سیشل واقع دي. عربي، فرانسوي او کوموري یې درې رسمي ژبې… read more »

Island – ټاپو

په انګریزۍ کې ورته (isle) هم وایي. ټاپو داسې وچې ته وایي د کومې چې چار چاپېره اوبه وي. په سمندر کې کوم ټاپوګان چې منځ کې د اوبو تالاب لري د اټول (atoll) په نامه یادیږي. په اټول کې کوچنیو ټاپوګانو ته په انګرېزۍ کې د (islets, skerries, cays or keys) نومونه اخلي. کوم… read more »

اداري وړتیاوې

ډیری خلک ګمان کوي چې اداره کاغذ پراني ده، د فرمان او د دستورونو صادرونه ده، د کړنو کم ابتکار او یو څو وړتیاو ته اړتیا لري. په قاموس کې مدیر داسې کس ته ویل شوی چې د عامه چارو یا سوداګرۍ مدیریت کوي، فعالیتونه او سرچینې تنظیم کوي. ډیری خلک له همدې لنډ تعریف… read more »

پیاوړی شخضیت

د شخصي ودې د ډېرو کورسونو لویه برخه پیاوړی شخصیت جوړونه ده. پیاوړی شخصیت خورا زیات اړخونه لري او له همدې امله یې تعریف اسانه چاره نده. پیاوړی شخصیت یو بهیر دی، د وړتیاو ټولګه ده، د چلند طریقه ده. هر انسان د ژوند د هر څه کولو لپاره پیاوړي شخصیت ته اړتیا لري. تر… read more »

د مقالې لیکل

د عامې مقالې اجزا ۱ – موخه : مخاطب کېدنه / د یوې پوښتنې ځواب   ۲ – مقدمه : د مقالې دا برخه له لوستونکي سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې تاسې د څه په اړه لیکل کړي، ولې د یو څه کول غواړی او څرنګه به موخې ترلاسه کړئ.  … read more »

تحریکونکی، عکس العمل او غبرګون

یو عکس العمل یو هڅونکي یا تحریکونکي ته غبرګون دی. په ساده حالتونو کې غبرګون عضلاتي خوځښت دی. هڅونکی یا تحریکونکی هر هغه ځواک یا عامل دی چې یو کس غبرګون ته اړ باسي. که چېرې تاسې یو ناڅاپه غږ وکړی ستاسې غږ تحریکونکی دی او د عضلو انقباض مو غبرګون دی. که چېرې تاسې… read more »

د زهن کارولو وړتیا

۱ – د ټولو انسانانو مغز یو لوی ځواک دی خو یوازې یو څو یې کاروي ؛ ۲ – هر انسان د خلاقیت وړتیا لري، د هوښیار فکر وړتیا لري ؛ ۳ – مغز د حافظې، تصور کولو، نوښت او خلاقیت سرچینه ده.   ډېری خلک په دې وخت ضایع کوي چې د فکر کولو… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons