Welcome to Zakria Rahimi

Jean-Paul Herteman

د فرانسې فضايي انجنیر، د توکو د طرحې انجنیر او اجرایي مدیر وو. د ۲۰۱۵ کال د اپریل تر ۲۳ نېټې د سفران شرکت اجرایي مدیر پاتې شوی. له دې پرته یې د دواړو (GIFAS and ASD) د ریس په توګه دنده لرلې. د فرانسې دفاع وزیر د وسلو د عمومي شورا د ریس معاون… read more »

Vietnam War – د ویتنام جګړه

د وینتام جګړې ته دوېمه اېندو چاینا (Second Indochina War) نوم هم اخلي، خپله د ویتنام خلک دې جګړې ته د امریکا ضد د مقاومت جګړې (Resistance War Against America) نوم اخلي، د امریکا د جګړې (American War) په نامه هم یادیږي. د ۱۹۵۵ کال د نومبر له ۱ نېټې څخه د کمبودیا، لاووس او… read more »

Invasion of Poland – په پولنډ یرغل

د سپټمبر کمپاین او یا د ۱۹۳۹ دفاع جګړې نوم هم ورته اخلي په پولنډ باندې د هټلر برید او د دوېمې نړیوالې جګړې پیل وو. په پولنډ باندې د جرمني برید د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په ۱ نېټه پیل شو. د جګړې له پیل څخه یوه اوونۍ وروسته د جرمني او د شوروي… read more »

Western world – لویدیځه نړۍ

لویدیځې نړۍ ته یوازې لویدیځ نوم هم اخلي، مختلفو سیمو، هیوادونو او ملتونو ته رجوع کوي. مانا یې له متن سره تړاو لري خو د اروپا یوه برخه، اوسټرالېزیا او امریکا پکې شامل دي. لویدیځ زیات تعریفونه لري او ټول تعریفونه یې خپلمنځي نږدې تړاو لري. لویدیځ ته په انګریزۍ کې (Occident) نوم هم اخلي… read more »

United Kingdom – متحده پاچایي

یونایټیډ کینګډم انګلستان، سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ ته وایي، د انګلستان مرکز لندن، د سکاټلنډ مرکز ایدین برغ، د وېلز مرکز کارډیف او د شمالي ایرلنډ مرکز بېلفسټ دی. هر هیواد خپل سیمه ایز حکومت لري او د هر هیواد د حکومت واک له بل سره توپیر لري، هر هیواد ته یې واک د… read more »

Colonization – کالونایزېشن

کالونایزېشن یو پړاو دی په کوم کې چې د ځواک مرکزي سیستم پر چار چاپېره ځمکو واک لري. کالونایزېشن په اصل کې کډوال کېدو ته وایي او د دې کډوالۍ موخه په استرالیا او امریکا کې مېشت کېدنه او هلته سوداګریز پوسټونه جوړونه یا هم کرنه وه. په دې کډوالو کې اکثریت خلک د لویدیځې… read more »

Ideology – ایډیالوجي

نظریه او یا ایډیالوجي د باورونو او ارزښتونو یوه مجموعه، ټولګه یا سیټ چې یو کس یا یوې ډلې ته منسوب وي. مخکې نظریه یا ایډیالوجي د اقتصادي او سیاسي تیوریانو لپاره کارېده. په رسنیو او ټولنیز ساینس کې هم کارېدونکې کلیمه ده خو مانا یې ډېره مبهمه ده. په ورځنۍ ژبه کې هم کاریږي… read more »

Imperialism – امپریالېزم

په مستقیمه توګه د یوې خاورې نیولو او یا د یوې سیمې د اقتصادي کنټرول تر لاسه کولو لپاره د دولت پالیسي او کړنو ته امپریالېزم وایي، د واک او د حاکمیت سیمې پراخولو لپاره پالیسي ته وایي تر څو د یوې سیمې په اقتصاد کنټرول وکړي او یا په مستقیمه توګه سیمه اشغال کړي…. read more »

Airship – هوایي بېړۍ

هوایي بېړۍ د اېرو ستات ځواک کارونکی ازاد تګ کوونکی ډول دی او د اداره کولو، کنټرول یا لارښونې وړ وي. درې ډولونه لري کلکه بېړۍ (rigid)، نیمه کلکه بېړۍ (semi-rigid) او نرمه بېړۍ (non-rigid). په کلکه بېړۍ کې د بهرني پوښ لاندې کلک چوکاټ موجود وي او پوښ ته یې ګاز نه بلکې چوکاټ… read more »

List of British airships – د انګلستان د هوایي بېړیو نوملړ

د انګلستان هوایي بېړۍ د فرانسې او جرمني له بېړیو وروسته پاتې وې. لمرۍ هوایي بېړۍ یې سټېنلي سپېنسر (Stanley Spencer) جوړه کړه کومې چې لمړۍ الوتنه د ۱۹۰۲ کال د سپټمبر په ۲۲ وکړه. لمړۍ الوتنه یې ۳۰ مایله (۴۸ کیلومتره) د لندن له کرسټال پېلس تر رویسلیپ پورې او د الوتنې پر وخت… read more »

Trigeminal Nerve

د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي پنځم یې (Trigeminal) عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو… read more »

Pituitary Gland

د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو… read more »

د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر

د نر د خاصره لګن هډوکي Male pelvis bones خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ… read more »

Seminal vesicles – د منیو کیسې

کیسو ته ورته د مرغړیو جوړه ده او د نر په خاصره لګن کې موجودې وي. دنده یې د منیو اکثریت اجزا جوړونه ده. د پروستات مرغړیو له پاسه او د مثانې لاندې موقیعت لري. هره د منیو کیسه یو تاو شوی تونل لري او له دې تونل څخه نورې کیسې څانګې کوي. تونل یې… read more »

Diaphragm – دیافراګم

حجاب حاجز یا دیافراګم د ساه اخیستنې په بهیر کې کارېدونکې عضله ده. ګنبزې ته ورته شکل لري. د زړه او سږو لاندې وي. کله چې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی دا پرده په دوامداره توګه انقباض کوي. اسکلیټي عضله ده د سینې په بیخ کې ښکته شوې او سینه له… read more »

Vagus Nerve – واګوس عصب

د سر په کوپړۍ کې ۱۲ عصاب موجود دي لسم یې واګوس عصب دی. د سر د کوپړۍ عصاب تل جوړه وي او مغز د بدن له نورو برخو سره وصل کوي. ځینې یې مغز ته حسي مالومات لېږدوي چې په دې کې بوي، خوند، لید او غږ هم شامل دي. نور یې د عضلاتو… read more »

Jejunum – جوجونم

وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه… read more »

Common iliac vein – د خاصره لګن عمومي ورید

په انګرېزۍ کې (iliac) هر هغه څه ته وایي چې له (ilium) سره تړاو لري او (ilium) پراخ هډوکی دی چې د لګن خاصره (pelvis) هډوکي هره نیمه خوا جوړوي. د خاصره لګن د داخلي او بهرني ورید له یووالي څخه جوړ شوی. په ګېډه کې وي او د ملا د مهرو (lumbar vertebrae) له… read more »

Brachial Artery

د وینې رګونه دي، د لاس په مټه کې موجود وي، مټې او د لاس پنجې ته وینه انتقالوي، په وږو کې له (axillary artery) څخه ادامه پیدا کوي او د لاس په اوږدو کې غزېدلي، د څنګل د مفصل په منځ کې (cubital fossa) جوړوي. له (cubital fossa) څخه لاندې دا رګ په دوه… read more »

Hymen – د بکارت پرده

د بکارت پرده یوه نازکه غشا ده چې د واجینیا د خولې چار چاپېره وي. په هرې پېغلې انجلۍ کې یې شکل او کچه توپیر لري. په زیاتو انجونو کې یې شکل نیمې سپوږمۍ ته ورته وي. که چېرې انجلۍ له نر سره جنسي اړیکه ونیسي او یا هم واجینا ته یې درمل، کوټېکس او… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons