Welcome to Zakria Rahimi

د وېښتو خشکي

په وېښتو کې خشکي د پوستکي یو حالت دی په کوم کې چې د سر پوستکی (scalp) ټوټه ټوټه کیږي او بخار کوي. د سر د پوستکي همدا ټوټې په وېښتو کې سپینې ښکاري. د سر د پوستکي بخار په سوړ او وچ موسم کې ورسره زیاتیږي. که د سر د پوستکي وچوالی اوږدمهاله هم… read more »

اومیدواره ښځو ته کورکمان ګټه رسوي که تاوان ؟

کورکمان ته د سرو زرو مساله نوم هم اخلي ځکه چې رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړ دی. اوږد تاریخ لري او په هند کې تقریبا ۴۰ زره کاله وړاندې له وېدایي کلتور سره تړاو لري. په اوسمهال کې په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي. په اومیدوارۍ کې د ښځو په بدن کې زیات… read more »

د کیلې د پوستکي ګټې

کیله خوندور خواړه دي، فایبر، پوتاسیم او لکه د ویټامین سي په څېر انټي اوکسیډنټ لري. ډېر خلک چې کیله وخوري نو پوستکی یې غورزوي خو له دې لیکنې لوستلو وروسته ممکن دا چاره ونکړي او ګټه ترې واخلي. د کیلې پوستکی د پوستکي د پاملرنې، د وېښتانو د پاملرنې، د غاښونو سپینولو، په طب… read more »

Urinary tract infections UTI – د ادرارو عفوني کېدنه

د ادرارو عفوني کېدنه پر (kidneys, ureters, bladder, and urethra) هم اغیز لري – د هر یوه مانا لاندې وګورئ :   ureter هغه تونل چې له پښتورګو ادرار مثانې ته انتقالوي bladder مثانه urethra هغه تونل چې له مثانې بهر ته ادرار انتقالوي په نر کې سپرم هم بهر تویوي kidneys پښتورګي    … read more »

Placenta

د بدن یو غړی دی کوم چې د ودې حال کې جنین د رحم له دیوال سره وصل کوي، تودوخه یا حرارت تنظیم (thermo-regulation) کوي، جنین تغذیه کوي، فضله مواد له له جنین څخه د مور وینې ته انتقالوي، ګاز تبادله کوي تر څو د داخلي عفوني کېدو مخه ونیول شي او له دې پرته… read more »

Superiority Complex

یو چلند دی، او دا ډول چلند لرونکي ګمان کوي چې تر نورو غوره دي. دا ډول خلک د خپل ځان په اړه ډېره مبالغه کوي. دا ډول خلک ګمان کوي چې وړتیا، لیاقت او لاسته راوړنې یې تر نورو زیاتې دي. دا ډول چلند ممکن ځانته کم احترام او یا هم تر نورو کمی… read more »

Meningitis – مننجیت

 مننجیت د (meninges) پړسوب دی او (meninges) درې غشاګانې دي چې مغز او شوکي نخاع یې پوښلې. مننجیت هغه وخت پیدا کیږي کله چې یادې غشاګانې مایع پیدا کړي او عفوني شي. تر ټولو عام لامل یې باکتریایي او ویروسي ناوغۍ دي خو له دې پرته د سرطان، د کیمیاوي توکو له امله نا ارامي،… read more »

Malignant Lymphoma

هغه ټول سرطانونه چې په لنفاوي سیستم کې پیدا کیږي د لیمفوما (lymphoma) په نامه یادیږي خو که چېرې دا سرطانونه د بدن نورو غړو ته د خپرېدو وړتیا ولري مالیګنټ (malignant) ورته ویل کیږي. لنفاوي سیستم په ټول بدن کې غزېدلی او له لیمفویډ نسجونو, رګونو او مایع جوړ شوی. په لیمفویډ نسجونو کې… read more »

د (VLDL) او (LDL) ترمنځ توپیر

د کم غلظت لیپو پروتین (Low-density lipoproteins LDL) او د ډېر کم غلظت لیپو پروتین (very low-density lipoproteins VLDL) دواړه د لیپو پروتینونو ډولونه دي او په وینه کې موجود وي. لیپوپروتینونه د مختلف ډوله شحمو او پروتینونو ترکیب وي. په وینه کې کولېسټرول او ټریګلیسیریډ د بدن ټولو برخو ته انتقالوي.   کولېسټرول شحمي… read more »

د تشویش او سټرس کمولو لارې چارې

په هر انسان کې د سټرس او تشویش پیدا کېدو لامل توپیر لري خو ځینې عام یې لاندې یاد شوي. د تشویش له منځه وړلو لپاره لمړی باید د تشویش پیدا کېدو لامل پیدا کړئ.   په ځینو خلکو کې لمړي ملاقاتونه، د خلکو په مخ کې خبرې او یا یوه چاره ترسره کول تشویش… read more »

Wheelchair – ټایر لرونکې چوکۍ

هره هغه چوکی ده چې ټایرونه لري، معلولین، ټپیان او یا هم نور ناروغان چې ګرځېدلی نشي دا ډول چوکۍ کاروي. مختلفو شکلونو کې موجودې دي، ځینې یې موټور لري او موټور یې په بېټرۍ کار کوي خو بې موټوره یې د خوځښت لپاره یو کس ته اړتیا لري، په روغتون کې یې نرسان او… read more »

Capsaicin – کپزایسن

بل نوم یې (8-methyl-N-vanillyl-6-nonenamide) دی، د چیلي مرچو (chili peppers) فعال جز دی، د دې مرچو بوټي له (Capsicum) نسل سره تړاو لري. د ټولو تی لرونکو نا ارامه کوونکي توکي دي, که د بدن له هر نسج سره اړیکه کې شي نسج کې سوزی پیدا کوي. همدې او ځینې نورو ترکیبونو ته د (capsaicinoids)… read more »

Diphenylchlorarsine

د (DA) لنډیز هم ورته کاریږي. یو اورګانو ارزینیک (organoarsenic) ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې (C6H5)2AsCl دی. په لوړه کچه زهري توکي دي او پخوا په کیمیاوي وسلو کې کارېدل. د اورګانو ارزینیک (organoarsenic) ترکیبونو لپاره منځګړی دی.   په لمړي ځل په کال ۱۸۷۸ کې د جرمني کیمیاپوهانو (August Michaelis and Wilhelm La Coste)… read more »

Adamsite – ادام سایټ

د (MD) لنډیز هم ورته کاریږي. عضوي ترکیب دی، په تخنیکي توګه (arsenical diphenylaminechlorarsine) ګڼل کیږي. د بلوا ضد په توګه کار ترې اخیستل کیږي او په انسان کې د پرنجېدو او کانګو لامل کیږي. په لمړي ځل (Heinrich Otto Wieland) په ۱۹۱۵ کې په جرمني کې ترکیب کړي. خو وروسته د متحده ایالتونو کیمیاپوه… read more »

Malodorant – بد بویه کیمیاوي توکي

یو کیمیاوي ترکیب دی، ډېر زیات بد بوی لري او بد بوی یې انسان موقتا ناتوانه کوي، په عصابو کې د بوي د حس (olfactory) او (trigeminal nerves) برید کوي. یاد کیمیاوي ترکیب لږ نه لږ له دوه اجزاو جوړ ترکیب وي. د کیمیاوي ترکیبونو زهري ځانګړنه په څلور کټګوریو وېشل شوې او د بد… read more »

Diphenylcyanoarsine

بل نو یې (Clark 2) دی کوم چې د (Chlor-Arsen-Kampfstoff 2) لنډیز دی. په ۱۹۱۸ کال کې (Sturniolo and Bellinzoni) کشف کړي. له کشف کېدو لږ وروسته جرمنانو د کیمیاوي وسلې په توګه وکارول. یاد کیمیاوي توکي د کانګو او سر درد لامل کیږي، له کانګو او سر درد وروسته د انسان په سږو کې… read more »

Phenacyl chloride – فېناسیل کلورایډ

بل نوم یې (chloroacetophenone) دی، په عضوي ترکیبونو کې زیات کار ترې اخیستل کیږي. مخکې د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کارېدل. کیمیاوي جوړښت یې (CN) دی او پام مو وي چې د سیانیډ (CN−) پام ورته ونکړئ، سیانیډ هم د کیمیاوي وسلې په توګه کاریږي. په سوداګریز مارکیټ کې په اسانۍ د لاسرسي وړ… read more »

Chloromethyl chloroformate – کلورو مېتیل کلورو فارمېټ

کیمیاوي فورمول یې CClO2CH2Cl دی. کیمیاوي ترکیب دی او په لمړۍ نړیواله جګړه کې د کیمیاوي وسلې په توګه کار ترې اخیستل شوی. د اوښکو بهونې ځانګړنه لري او د لنډ مهال لپاره د انسان لید له منځه وړي. بې رنګه مایع ده، بد بوي لري. په صنعت کې د نورو کیمیاوي توکو د تولید… read more »

CR gas – سي ار ګاز

بل نوم یې (dibenzoxazepine) دی، د (DBO) لنډیز هم ورته کاریږي، کیمیاوي نوم یې dibenz[b,f][1,4]oxazepine دی، یوه ناتوانه کوونکې او د اوښکو بهونکې کیمیاوي وسله ده خو له دې پرته انسان په سرطان هم اخته کولای شي. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د انګلستان د دفاع وزارت په لمړي ځل د اوښکو بهونکي ګاز په توګه… read more »

Ethyl iodoacetate

یو کیمیاوي ترکیب دی، له اېتیل اسېټېټ څخه ترلاسه کیږي. په نورمال حالت کې زېړ رنګه نارنجي رنګ لري. په لمړۍ نړیواله جګړه کې انګرېزانو د کیمیاوي وسلې په توګه کارولي. په انګرېزۍ کې یې بل نوم اېس کې ګاز (SK gas) دی او یاد نوم یې د انګلستان د لندن د ښار په لوېدیځ… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons