Welcome to Zakria Rahimi

شي ان

په چین کې د شانکسي ولایت مرکز او ښار دی. د چین په لویدیځ کې د وګړو د شمېر او ګڼې ګوڼې له مخې درېم لوی ښار ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۲.۹۵ میلیونه وو.

زیامېن

چیناي تلفظ یې شیامن دی. پخوانی نوم یې اموی دی. د چین په فوجیان یا فوکیان ولایت کې ښار دی. د تایوان د تنګي په څنګ کې تایوان ته مخامخ دی. په شپږو ولسوالیو وېشل شوی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۵۱۶۳۹۷۰ وو.

زېرېس دو لا فرانتېرا

د نوم تلفظ یې زېرېس او زیریس هم کیږي. د هسپانیا د اندالوزیا خودمختاره سیمې په کادیز ولایت کې ښار دی. د اېبریا په سوېل لویدیځ کې موقیعت لري. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۱۳۱۰۵ وو.

زېنوفون

د اتن زینوفون له زېږېدیز کال وړاندې د ۴۳۰ – ۳۵۵ تر منځ ژوند کړی. په یونان کې پوځي مشر، فیلسوف او تاریخ پوه وو.

یانیس زېناکیس

په رومانیا کې زېږېدلی یونانی کمپوزر وو. وروسته یې د فرانسې تابعیت ترلاسه کړ. د ۱۹۲۲ – ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی.

ایزور

په فرانسه کې کمیون دی.

ایوتو

په فرانسه کې کمیون او ښار دی.

یوتز

د فرانسې په موزېل سیمه کې کمیون دی.

ایولین

په فرانسه کې د سیمې نوم دی.

یوکون

یوکون سیند له برېټېش کولمبیا سرچینه اخلي، د کاناډا په یوکان سیمه کې بهیږي او وروسته د متحده ایالتونو الاساکا ته تګ کوي، له ۳۱۹۰ کلیو متره وروسته په بېرنګ سمندر کې تشیږي.

هایډیکي یوکاوا

جاپانی د تیوري فزیک پوه وو. لمړی جاپانی دی چا چې نړیواله جایزه د پیون د وړاندوینې له امله ګټلې. د ۱۹۰۷ – ۱۹۸۱ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی.

یو ینګ

مخکینی نوم یې یوجو وو. د چین په هونان ولایت کې د ښار نوم دی. مساحت یې ۱۴۸۹۶ کیلو مترمربع او په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۵۰۵۱۹۲۲ وو. په هونان ولایت کې یوازینی سمندري نړیوال سوداګریز بندر دی.

یوکتان ټاپوزمه

د مکسیکو په سوېل ختیځ کې ټاپوزمه ده. له برازیل او ګواتمالا سره هم نښتې برخه لري. د مکسیکو خلیج له کربین سمندر څخه جلا کوي.

اي وان

د مغولو کورنۍ وه کومې چې د ۱۲۷۹ – ۱۳۶۸ کلونو ترمنځ په چین حکومت کړی.

ایسنجو

تلفظ یې ایسنجوکس هم کیږي. په فرانسه کې د کمیون نوم دی.

ایسر

د فرانسې په شمال کې پیل کېدونکی سیند دی، د بلجیم د لویدیځ فلندر سیمې ته داخلیږي او د شمال په سمندر کې خالي کیږي.

ایپر

د بلجیم په لویدیځ فلندر سیمه کې د نیدرلندیانو ښار دی.

اي پورټ

د فرانسې په نورماندي کې کمیون دي.

مارګریت یوورسونار

په بلجیم کې زېږېدلې فرانسوۍ لیکواله ده. د ۱۹۰۳ – ۱۹۸۷ ترمنځ یې ژوند کړی. د رومان او کیسو لیکونکې وه. په ۱۹۴۷ کې یې د متحده ایالتونو تابعت ترلاسه کړ. په فرانسه کې د فېمینا په نوم د جایزې ګټونکې ده.

Sidebar



Share
Hide Buttons