Welcome to Zakria Rahimi

Dendrerpeton – ډېنډرېرپېټون

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د کاربنيفېروس مودې فوسیل یې په ایرلنډ او نووا سکوشیا کې موندل شوی. فوسیل یې د (Lepidodendron and Sigillaria) ونو په منځ کې پاتې شوی. اوږدوالی یې تر یو متر پورې اټکل شوی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای کورنۍ ډېنډرېرپېټونټ ایډای نسل ډېنډرېرپېټون

Balanerpeton – بالانېرپېټون

د ټیمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د کاربنيفېروس مودې په پیل کې یې ژوند کوه. اوږدوالی یې تر ۵۰ سانتي متره پورې اټکل شوی. په نسل کې یې یوازې یو ډول (Balanerpeton woodi) شامل ده او (Stanley Wood) د چونې په ډبرو کې په سکاټلنډ کې موندلی. ځانګړنې یې غټې سپږمې، د… read more »

Dendrerpetontidae – ډېنډرېرپېټونټ ایډای

د ټېمنوسپونډیلای دوه ژواکو له منځه تللې کورنۍ ده. درې نسلونه پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای کورنۍ ډېنډرېرپېټونټ ایډای لاندې نسلونه پکې شامل دي Balanerpeton Dendrerpeton Erpetocephalus

Edops – اېډوپس

د اېډوپس مانا د خېټور مخ یا حریص مخ ده په دې مانا چې شکل یې داسې ښکاري لکه هر وخت چې خوړو پسې ګرځي او وږی وي. اېډوپس د ټېمنو سپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د اېډوپیډای کورنۍ (family Edopidae) غړی ده. تر اوسه یې یوازې یو ډول (Edops craigi) پېژندل… read more »

Procochleosaurus – پروکوکلیوسوروس

د کوکلیوسوریډ ټیمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د ایرلنډ د سکرو په یوه کان کې یې فوسیل موندل شوی. د کوکلیوسوریډای تر ټولو زوړ تر اوسه پېژندل شوی نسل ګڼل کیږي. له کوکلیوسوروس (Cochleosaurus) نسل سره کوم چې په چک جمهوریت کې موندل شوی ډېر ورته والی لري. په دې نسل کې… read more »

Nigerpeton – نایجېرپېټون

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو نسل ده. تقریبا ۲۵۰ میلیونه کاله وړاندې په پېرمیان موده کې په نایجیر کې ژوند کوه. په لمړي ځل یې فوسیل په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۳ کال کې موندل شوی. تر اوسه یې یو ډول (Nigerpeton ricqlesi) پېژندل شوی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلېډ باتراکومورفا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړنۍ کورنۍ اېډوپوایډیا… read more »

Cochleosaurus – کوکلیوسوروس

څلور پښي ټیمنوسپونډیلای دي. په کاربنيفېوروس موده کې (تقریبا ۳۱۰ میلیونه کاله وړاندې) یې ژوند کوه. فوسیل یې په چک جمهوریت او د شمالي امریکا په نووا سکوشیا کې موندل شوی. د تنې اوږوالی یې د ۱۲۰ او ۱۶۰ سانتي متره ترمنځ اټکل شوی. مطالعو ښودلې چې نیمه اوبو کې ژوند کوونکی برید کوونکی ښکاري… read more »

Chenoprosopus – چېنو پروسوپوس

په کوکلیوسوریډای کورنۍ کې د دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده کومو چې په کاربني او پېرمیان مودو کې ژوند کوه. تر اوسه یې دوه ډولونه (Chenoprosopus milleri and Chenoprosopus lewisi) پېژندل شوي. د (Chenoprosopus lewisi) ډول یې د سر تقریبا بشپړ کوپړۍ موندل شوې او له همدې موندل شوې کوپړۍ تشرېح شوی، له… read more »

Adamanterpeton – اډامانټېرپېټون

په کوکلیوسیوریډای کورنۍ کې د اېډوپویډ ټېمنوسپونډیل نسل ده. په اوهیو کې یې د دوه ډلونو فوسیل موندل شوی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلېډ باتراکومورفا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړنۍ کورنۍ اېډوپوایډیا کورنۍ کوکلیوسوریدای نسل اډامانټېرپېټون

Cochleosauridae – کوکلیوسوریدای

د ټېمنوسپونډیلای ډلې له منځه تللې کورنۍ ده. ټول اووه نسلونه پکې شامل دي. لومړني دوه ژواکي دي چې اوسمهال هېڅ ژوندی غړی نلري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلېډ باتراکومورفا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړنۍ کورنۍ اېډوپوایډیا کورنۍ کوکلیوسوریدای کوکلیوسوریډای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي. Adamanterpeton Chenoprosopus Cochleosaurus Macrerpeton Nigerpeton Gaudrya Procochleosaurus

Edopoidea – اېډوپوایډیا

د لومړنیو ټېمنوسپونډیل (temnospondyl) دوه ژواکو کلېډ یا څانګه (Clade) ده په کوم کې چې (Edops) نسل او (Cochleosauridae) کورنۍ شاملې دي. په شمالي امریکا او اروپا کې یې د کاربني مودې د پای او د پېرمیان مودې د پیل فوسیل موندل شوی او په افریقا کې د پېرمیان مودې د پای فوسیل موندل شوي…. read more »

Temnospondyli – ټېمنوسپونډیلای

له دوه یوناني کلیمو ترکیب شوی نوم ده د (τέμνειν, temnein) مانا پرې شوی ده او د (σπόνδυλος, spondylos) مانا د شمزي مهره ده. ټېمنوسپونډیلای د وړو او غټو څلور پښیو مختلف فرعي کلاس ده. لومړني دوه ژواکي دي کوم چې په ټوله نړۍ کې په کاربوني، پېرمیان او ټریاسیک مودو کې راڅرګند شوي. یوازې… read more »

Clade

د پخوانۍ یونانۍ له (κλάδος, klados) کلیمې اخیستل شوی مانا یې څانګه ده. د ژو هغو ګروپونو ته وایي چې ګډ یا شریک پلرونه لري په بله مانا له ګډو پلرونو رامنځته شوې د ژو څانګو ته وایي. په انګرېزۍ کې دې ډول ګروپ ته (monophyletic group) نوم هم اخلي مانا یې له یوې ریښې… read more »

Hairy-footed flying squirrel – ببر پښی الوت کوونکی نولی

په (genus Belomys) نسل کې یوازینی ډول ده. د ډول علمي نوم یې (Belomys pearsonii) ده. په سکیوریډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. د هیمالیا غرونو په ختیځ کې، په سوېل ختیځې اسیا کې، د چین په سوېل او د تایوان په ټاپوګانو کې پیدا کیږي. د سمندر له سطحې له ۸۰۰… read more »

Thomas’s flying squirrel – د توماس الوت کوونکی نولی

د ډول علمي نوم یې (Aeromys thomasi) ده. په سکیوریډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په اندونیزیا او مالیزیا کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم ټېرومایني نسل ایرومیس

Black flying squirrel – تور الوت کوونکی نولی

د ډول علمي نوم یې (Aeromys tephromelas) ده. په سکیوریډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په بورني، اندونیزیا او مالیزیا کې پیدا کیږي. په باغونو او ځنګلونو کې د ونو په غارونو کې ژوند کوي. خواړه یې مغزين میوې او د بوټو ځینې برخې دي. ځنګل وهنې یې نسل نده کم کړی… read more »

Large black flying squirrel – تور غټ الوت کوونکی نولی

په نسل کې (genus Aeromys) دوه ډوله نولیان دي. د سکیوریډای کورنۍ غړي دي. یوازې په سوېل ختیځې اسیا کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم ټېرومایني نسل ایرومیس ډولونه Black flying squirrel, Aeromys tephromelas Thomas’s flying squirrel, Aeromys thomasi

Groove-toothed flying squirrel

د ډول علمي نوم یې (Aeretes melanopterus) ده. بل نوم یې د چین د شمال الوت کوونکی نولی ده. په سکیوریډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په (genus Aeretes) نسل کې یوازینی ډول ده. اصلي ځای یې چین ده. په معتدلو ځنګلونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس… read more »

Vordermann’s flying squirrel

د ډول علمي نوم یې (Petinomys vordermanni) ده. په سکیوریډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په اندونیزیا، مالیزیا او میانمر کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم ټېرومایني نسل پېټینومیس

Temminck’s flying squirrel

د ډول علمي نوم یې (Petinomys setosus) ده. په سکیوریډای کورنۍ کې د الوت کوونکو نولیانو یو ډول ده. په اندونیزیا، مالیزیا، میانمر او تایلنډ کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم ټېرومایني نسل پېټینومیس

Sidebar



Share
Hide Buttons