یوروبا
په لویدیځې افریقا کې د توکم نوم دی، د نایجریا، ټوګو او بینین په ځینو سیمو کې مېشت دي.
په لویدیځې افریقا کې د توکم نوم دی، د نایجریا، ټوګو او بینین په ځینو سیمو کې مېشت دي.
یارک (یارک شېر) په انګلستان کې د اداري تشکیلاتو د وېش له مخې، یوه سیمه ده. په انګلستان کې څلور سلطنتي ماڼۍ ګانې موجودې وې دوه یې لانکاسټر او پلانټاجېنېټ ماڼې وې. یارک د پلانټاجېنېټ ماڼې د یوې ډلې نوم وو کوم چې له لانکاسټر ماڼې سره مخالفت وکړ.
د فرانسې په سېن سیند ورګډېدونکې یوه څانګه ده. ېون د فرانسې یوه سیمه ده.
په جاپان کې دوېم تر ټولو لوی ښار دی. په ۲۰۲۳ کې یې د وګړو شمېر ۳.۷ میلیونه وو.
د چین په هوبې ولایت کې ښار دی، د وګړو شمېر یې ۶۰۰۰۰۰ دی.
چینایي تلفظ یې “اینګ هو” دی. د چین لیاونینګ ولایت کې، د سمندر غاړې په اوږدو کې، یو ښار دی. په یاد ولایت کې تر ټولو کوچنی درېم ښار ګڼل کیږي. مساحت یې ۵۵۰۲ کیلو متر مربع او په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۳۲۸۵۸۲ وو. په بوهی سمندر کې د کانتینرونو دوېم لوی… read more »
د اېکس رې ځانګړی ډول دی، د تیانو په نسجونو کې د سرطان او نورو بې نظمیو د سکېن کولو لپاره کاریږي. مموګرام دواړه د تشخیص او د کتنې لپاره کاریږي او د دواړو لپاره یې کارېدنه هم تقریبا ورته ده. لکه د معمولي اېکس رې په څېر کومه چې بدن کې جوړښت ښکاروي، همداسې… read more »
په چین کې د نینګ شیا سیمې مرکز دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۸۵۹۰۷۴ وو. د چین او عربو هیوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي ادلې بدلې (تبادلې) مرکز دی. د نینګ شیا پوهنتون هم په این چوان ښار کې دی.
چینایي تلفظ یې اي چو دی. په جیانګشي ولایت کې د چین ښار دی. د سیند او غرونو په اوږدو کې واقع دی. له بودایزم څخه اغیزمن کلتور او تاریخ لري.
د چین د سیشوان ولایت په سوېل ختیځ کې، یو ښار دی. په داسې سیمه کې واقع دی چېرې چې مین او یانګزي سیندونه یو بل سره یو ځای کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۴۵۸۸۸۰۴ وو.
د فرانسې ټاپو دی، د فرانسې په لویدیځ کې، له واندې کومیون سره تړاو لري. په شمال کې د جواین ویل او سوېل کې د مول په نامه بندرونه لري. د ټونا کب او استوانه اي چنګاښ نیونې لپاره مناسب ځای ګڼل کیږي.
د ۱۹۲۷ – ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د هسپانیا ګیتار غږونکی وو. د شلمې پېړۍ د کلاسیک ګیتار غږونکو ترمنځ تر ټولو مخکښ او د شلمې پېړۍ تر ټولو ښه ګیتار غږونکی ګڼل کیږي.
په لویدیځه اسیا کې هیواد دی. په شمال کې له عربستان سره، په شمال ختیځ کې له عمان سره، په لویدیځ کې له سور سمندر سره او په سوېل کې د هند له سمندرګي سره پولې لري. له جیبوټي، سومالیا او اېرېتریا سره سمندري پولې لري. مرکز یې صنعاء دی. د وګړو شمېر یې ۳۴.۷… read more »
د متحده ایالتونو په لوېدیځ کې سیند دی. د زېړو ډبرو سیند له میسوري سیند سره یو ځای کیږي.
د کامېرون مرکز او دوېم لوی ښار دی، نفوس یې ۲.۸ میلیونه ته رسیږي.
پخوانی نوم یې شوفو دی. د چین په شانډونګ ولایت کې ښار او بندر دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۷۱۰۲۱۱۶ وو. د ینتای مانا “د لوګي برج” ده. په ۱۳۹۸ کې د همدې ښار په قي غونډۍ کې د څار لپاره برج جوړ شوی وو.
یوازې ینګزي نوم هم ورته اخلي. په چین کې ۶۳۰۰ کیلو متره اوږد سیند دی. په اوراسیا کې لمړی او د نړۍ درېم اوږد سیند ګڼل کیږي. د تبت په لوړې هوارې کې پیل کیږي او د چین په ختیځ کې سمندر سره ګډیږي.
د چین د شانشي ولایت په ختیځ کې ښار دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۳۱۸۵۰۵ وو. د شانشي ولایت صنعتي ښار ګڼل کیږي.
املا یې یامو سوکرو هم لیکل کیږي. د پیل غاښ سمندر غاړې مرکز دی.
د پخواني یوکراین د اوسنۍ روسیې په کریمیا سیمه کې ښار دی. همداسې یلټا، په ۱۹۹۵ کال کې، د چرچیل، روز وېلټ او سټالین ترمنځ هوکړه ده.