Welcome to Zakria Rahimi

Dasyproctidae – داسي پروکتیدای کورنۍ

د سوېلې امریکا د شخوند وهونکو ژو کورنۍ ده. اګوتي او اکوشي د دې کورنۍ غړي دي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې سور رنګه وي او د تنې د لاندې برخې رنګ یې زېړ رنګه وي. ګیا خوړونکي دي ډېر وخت ځان له ونو په راغورزېدلې پخې شوې میوې تغذیه کوي. په سمڅو… read more »

Chacoan mara – کاکوان مارا

د ډول علمي نوم یې (Dolichotis salinicola) دی. په کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د پاتاګونیا له مارا سره ډېر نږدې تړاو لري. په ارجنټینا، بولیویا او پراګوې کې پیدا کیږي. خواړه یې هر ډول موجود واښه دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله… read more »

Patagonian mara – د پاتاګونیا مارا

د ډول علمي نوم یې (Dolichotis patagonum) دی. په کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. نور نومونه یې (Patagonian cavy, Patagonian hare or dillaby) دي. موګاموس (monogamous) ژوي دي په دې مانا چې هر نر یا ښځه له هر نر او ښځې سره جنسي نزدیکت نکوي او د ژوند… read more »

Dolichotis – دولیکوتیس

په کاوي ایدای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. قد یې تر ۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي. پښې یې تېرې منګولې لري. شکل یې سوی ته ورته والی لري. وزن یې تر ۱۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د منډې پر وخت… read more »

Dinomys – دینومیس

په دینومیس نسل کې یوازې یو ډول موجود دی. عام نوم یې پاکارانا (Pacarana) دی او د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Dinomys branickii) دی. د سوېلې امریکا هیستریکوګنات شخوند وهونکی ژوی دی. وزن یې تر ۱۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۷۹ سانتي متر پورې وي په… read more »

Dinomyidae – ډینو مي ایدای

د سوېلې امریکا د هیستریګونات شخوند وهونکو کورنۍ ده. په اوسمهال کې یو ژوندی غړی لري او نور ټول غړي یې له منځه تللي. په اوسمهال کې ژوندی غړی یې د پاکارانا په نامه یادیږي. ځینې ډولونه یې چې اوس له منځه تللي د نړۍ تر ټولو غټ شخوند وهونکي وو. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي… read more »

Caviinae – کاوي اینای فرعي کورنۍ

په کاوي ایدای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو فرعي کورنۍ ده. مارا، کاپیبارا او کېرودون پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کاوي ایډای فرعي کورنۍ کاوي اینای نسل کاویا میکروکاویا ګالیا

Plains viscacha – د لوړو هوارو ویسکاچا

د ډول علمي نوم یې (Lagostomus maximus) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په لاګوستوموس نسل کې یوازینی ژوندی ډول ګڼل کیږي نور درې ډولونه یې ژوندي غړي نلري. په ارجنټینا، بولیویا او پراګوې کې پیدا کیږي. په غارونو کې په وړو ډلو کې ژوند کوي. وزن یې… read more »

Lagostominae – لاګوستوميینای فرعي کورنۍ

په لاګوستومینا فرعي کورنۍ کې یوازې یو نسل لاګوستوموس (Lagostomus) شامل دی. څلور ډولونه لري خو په اوسمهال کې یوازې یو ډول ژوندی نسل لري نور درې ډولونه یې له منځه تللي. په اوسمهال کې ژوندی ډول یې د لوړو هوارو ویسکاچا ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي… read more »

Lagidium ahuacaense

په چینچیلیدای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ایکوادور کې پیدا کیږي. په ۲۰۰۹ کال کې تشرېح شوی. په غرنیو ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم

Wolffsohn’s viscacha – د والفسون ویسکاچا

د ډول علمي نوم یې (Lagidium wolffsohni) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په چیل او ارجنټینا کې پیدا کیږي. په ډبریز غرنیو سیمو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم

Southern viscacha – د سوېل ویسکاچا

د ډول علمي نوم یې (Lagidium viscacia) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ارجنټینا، بولیویا، پېرو او چیل کې پیدا کیږي. د یوې کورنۍ وړې ډلې خپله کې ګډ ژوند کوي. په ډبریزو سیمو کې اوسیږي. له ببرې اوږدې لکۍ پرته نور شکل یې سوی ته ورته… read more »

Northern viscacha – د شمال ویسکاچا

د ډول علمي نوم یې (Lagidium peruanum) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په چیل او پېرو کې پیدا کیږي. ببرې لکۍ لري وزن یې له ۹۰۰ ګرمه تر یو نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. خواړه یې واښه، ریښې او تخمونه دي. د اکتوبر او نومبر تر منځ… read more »

Lagidium – لاجیدیوم

په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. څلور ډولونه پکې شامل دي. په پېرو، بولیویا او ارجنټینا کې پیدا کیږي. په ډبریزو وچو سیمو کې ژوند کول خوښوي. ګیا خوړونکي ژوي دي. د ژوند ډېره برخه د غټو ډبرو په منځ کې تېروي تر څو له ښکاري مرغانو او ژو د… read more »

Chinchillidae – چینچیلیدای کورنۍ

د شخوند وهونکو کورنۍ ده چینچیلا (chinchilla) او ویسکاچا (viscacha) او له دوي سره نږدې تړاو لرونکي فوسیلي ډولونه پکې شامل دي دواړه نومونه هسپانوي دي. د امریکا په سوېل کې پیدا کیږي. ډېر ډولونه یې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي. وزن یې له ۸۰۰ ګرامه تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ببرې لکۍ،… read more »

Erethizon – اېرېتیزون

په اېرېتیزون نسل کې یوازې یو ډول شامل دی په درې نومونو یادیږي : د شمالي امریکا شکوڼ، د کاناډا شکوڼ، عام شکوڼ (North American porcupine, Canadian porcupine or common porcupine). د ډول علمي نوم یې (Erethizon dorsatum) دی. ګمان کیږي چې پلورونه یې له افریقا ۳۰ میلیونه کاله وړاندې برازیل ته کډوال شوي او… read more »

Brown hairy dwarf porcupine – نسواري ببر لنډی شکوڼ

د ډول علمي نوم یې (Coendou vestitus) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی.د نوې نړۍ شکوڼ دی. د کولمبیا او وېنزوېلا په اند غرونو کې پیدا کیږي. د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی او په ونو کې ژوند کوونکی ده…. read more »

Paraguaian hairy dwarf porcupine – د پراګوې ببر لنډی شکوڼ

د ډول علمي نوم یې (Coendou spinosus) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی.د نوې نړۍ شکوڼ دی. په برازیل، ارجنټینا، پراګوې او یوروګوې کې پیدا کیږي. لنډې لکۍ لري، د بدن اغزي یې خړ نسواري رنګ لري. خواړه یې میوې، ګیا او ریښې دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي… read more »

Santa Marta porcupine – د سانټا مارټا غرونو شکوڼ

د ډول علمي نوم یې (Coendou sanctamartae) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی.د نوې نړۍ شکوڼ ده. د کولمبیا د د سیرا ناوېدا دو سانټا مارټا د غرونو په ځنګلونو کې پیدا کیږي. ممکن په وېنزوېلا کې هم شته وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی… read more »

Stump-tailed porcupine

د ډول علمي نوم یې (Coendou rufescens) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی.د نوې نړۍ شکوڼ دی. په کولمبیا او ایکوادور کې پیدا کیږي. مخکې په (Echinoprocta) نسل کې ډلبندي شوي وو خو له جنتیکي مطالعې وروسته په کوېندو نسل کې ډلبندي شو. د اند غرونو له شکوڼ… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons