Welcome to Zakria Rahimi

Wasserfall

نور نومونه یې (Wasserfall Ferngelenkte FlaRakete or Waterfall Remote-Controlled A-A Rocket[) دي. په دوېمه نړیواله جګړه کې د جرمني له ځمکې هوا ته د هدایت کېدو وړ توغول کېدونکی توغندی وو خو د جګړې تر پایه یې د تولید چارې نه وې بشپړ شوې. د هدایت سیستم : ( Manual Command to Line Of Sight… read more »

X-4 missile

نور دوه نومونه یې (Ruhrstahl Ru 344 X-4 or Ruhrstahl-Kramer RK 344) دي. په سیم هدایت کېدونکی توغندی ده – په هدایت کوونکي او توغندي کې دوه سیمان نصب وو او د همدې سیمانو په ذریعه توغندی هدایت کېده. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني جوړ کړی وو. د جګړې پر مهال ونه کارېده خو… read more »

Yun Feng

د چین له غږ چټک له ځمکې توغول کېدونکی توغندی ده. په توغندي کې رم جیټ (ramjet) انجن کارېدلی، همداسې (solid rocket booster) موټور لري. په خپل ځان کې نیمه د موټرو سوري کوونکي چاودېدونکي توکي او سروکي انتقالولای شې. څو کاله وړاندې اوازې شوې چې چین د یاد توغندي تولید ځنډولی خو په ۲۰۱۶… read more »

3M22 Zircon

د (3M22 Tsirkon) په نامه هم پېژندل کیږي. په روسۍ ژبه یې نوم (Циркон) لیکل کیږي او ناټو یې د (SS-N-33) په نامه پیژني. د سکرمپ جیټ (scramjet) انجن لرونکی، د مانوري وړتیا لرونکی، بېړۍ ضد، له غږ چټک کروز توغندی ده. جوړونکی هېواد یې روسیه ده. د الوتنې پر وخت توغندی په بشپړ توګه… read more »

Hystricidae – هیستریسیدای کورنۍ

د زړې نړۍ شکوڼ (Old World porcupine) هم ورته وایي. غټ شخوند وهونکي ژوي دي. د انګرېزۍ نوم (porcupine) یې له غشو ته ورته ازغیو اخیستل شوی. د اروپا له سوېل نیولې تر اسرایلو او سوریې، د افریقا او هند په زیاته برخه همداسې په سوېل ختیځې اسیا کې پیدا کیږي افغانستان کې هم شته…. read more »

Laotian rock rat – لاووسی د ډبرو موږک

د ډول علمي نوم یې (Laonastes aenigmamus) دی. په دایاتومي ایدای کورنۍ (family Diatomyidae) کې یوازینی په اوسمهال کې ژوندی ډول دی. نور دوه نومونه یې (kha-nyou or rat-squirrel) دي. اصلي ځای یې د لاووس خاموان سیمه ده. په ۲۰۰۵ کې پاولینا جینکینز مطالعه کړی او تشرېح کړی او له مطالعې وروسته یې په (family… read more »

Diatomyidae – دایاتومي ایدای

د شخوند وهونکو کورنۍ ده. په دې کورنۍ کې د ټولو نسلونو ټول ډولونه یې له منځه تللي یوازې یو ډول یې (Laonastes aenigmamus) په اوس مهال کې ژوندی دی. په اسیا کې پیدا کیږي. مخکې یې یوازې د اولیګوسین فوسیلي ډولونه پېژندل شوي وو. فوسیلي ډولونه یې د مقبوضه بلوچستان په بوګټي سیمه کې… read more »

Pectinator – پیکتیناتور

په سي تینو دکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. په پیکتیناتور نسل کې یوازې یو ډول د پیک پیکتیناتور (Speke’s pectinator) شامل دی. د ډول علمي نوم یې (Pectinator spekei) دی. په اریریتریا، ایتوپیا او سومالیا کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو په وړو بوټو لرونکو، وښیزو او ډبریزو… read more »

Massoutiera – مسوتیرا

په مسوتیرا نسل کې د شخوند وهونکو یوازې یو ډول (Mzab gundi) شامل دی. د ډول علمي نوم یې (Massoutiera mzabi) دی. د سي تینو دکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) غړی دی. په الجیریا، چاډ، مالي او نایجیر کې پیدا کیږي. ممکن په لیبیا کې هم شته وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی… read more »

Felouvia – فیلوویا

په فیلوویا نسل کې یوازې یو ډول فیلو ګنډي (Felou gundi) شامل دی. د ډول علمي نوم یې (Felovia vae) دی. په سي تینو دکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په مالي، موریتانیا او سینېګال کې پیدا کیږي. د کمو ونو لرونکو په وښیزو دښتو او وړو بوټو لرونکو وچو… read more »

Common gundi – عام ګنډي

د ډول علمي نوم یې (Ctenodactylus gundi) دی. په سي تینودکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی په الجیریا، مراکش، لیبیا او تونس کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۱۹۰۸ کې چارلیز نیکول او لویيز مانسو مطالعه کړی. له ۱۶ تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې تر… read more »

Val’s gundi – د وال ګنډي

د ډول علمي نوم یې (Ctenodactylus vali) دی. په سي تینودکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د شمالي افریقا په دوه جلا سیمو کې پیدا کیږي. وال ګنډي د ګنډي نورو ډولونو ته ډېر ورته والی لري په ځانګړې توګه عام ګنډي ته ډېر ورته دی. بدن یې خړ نرم… read more »

Ctenodactylus – سي تینو دکتیلوس

په سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو نسل دی. په دې نسل کې د ګنډي دوه ډولونه شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ نسل سي تینو دکتیلوس ډولونه Genus Ctenodactylus North African gundi,… read more »

Hystricomorpha |شکوڼ شکله | هیسټریکومورفا فرعي ډله | شکوڼ ډوله

له دوه یوناۍ کلیمو ترکیب شوی نوم دی د (ὕστριξ – hystrix) مانا “شکوڼ” ده او د (μορφή – morphē) مانا “شکل” ده. له دې پرته نور زیات تعریفونه هم لري. پراخ تعریف یې پرته له ډېپوډوایډیا کورنۍ ټول د هیسټروکومورفوس زیګوماسېټېریک سیستم لرونکو شخوند وهونکو ژو ته وایي – زیګوماسېټېریک په شخوند وهونکو کې… read more »

Rudd’s mouse – د رډ مږه

د ډول علمي نوم یې (Uranomys ruddi) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په یورانومیس نسل (geus Uranomys) کې یوازینی ډول ده. له اغزنو مږو او بورس ته ورته وېښته لرونکو مږو سره نږدې تړاو لري. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۳ سانتي متره او د… read more »

Verhagen’s brush-furred rat – د وېرهاجن بورس ته ورته وېښته لرونکی موږک

د ډول علمي نوم یې (Lophuromys verhageni) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. د تانزانیا په مېرو غره کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ ډیومي اینای نسل لوفورومیس

Rusty-bellied brush-furred rat

د ډول علمي نوم یې (Lophuromys sikapusi) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په انګولا، بېنین، کامېرون، مرکزي افریقا، کونګو، ګابون، غانا، کینیا، لایبیریا، نایجیریا، تانزانیا او ټوګو کې پیدا کیږي. د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی… read more »

Mount Cameroon brush-furred rat

د ډول علمي نوم یې (Lophuromys roseveari) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. بل نوم یې (Roseveari’s brush-furred mouse) ده. په کامېرون کې پیدا کیږي. په لندو غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ… read more »

Rahm’s brush-furred rat – د رهم بورس ته ورته وېښته لرونکی موږک

د ډول علمي نوم یې (Lophuromys rahmi) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په کونګو، روانډا او یوګاندا کې پیدا کیږي. په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ ډیومي اینای نسل لوفورومیس

Fire-bellied brush-furred rat

د ډول علمي نوم یې (Lophuromys nudicaudus) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په مرکزي افریقا کې، کونګو، کامېرون او ګابون کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ ډیومي اینای نسل لوفورومیس

Sidebar



Share
Hide Buttons