Welcome to Zakria Rahimi

یلوسټون سیند

د متحده ایالتونو په لوېدیځ کې سیند دی. د زېړو ډبرو سیند له میسوري سیند سره یو ځای کیږي.

یا اونډې

د کامېرون مرکز او دوېم لوی ښار دی، نفوس یې ۲.۸ میلیونه ته رسیږي.

ینتای

پخوانی نوم یې شوفو دی. د چین په شانډونګ ولایت کې ښار او بندر دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۷۱۰۲۱۱۶ وو. د ینتای مانا “د لوګي برج” ده. په ۱۳۹۸ کې د همدې ښار په قي غونډۍ کې د څار لپاره برج جوړ شوی وو.

ینګزي جیانګ

یوازې ینګزي نوم هم ورته اخلي. په چین کې ۶۳۰۰ کیلو متره اوږد سیند دی. په اوراسیا کې لمړی او د نړۍ درېم اوږد سیند ګڼل کیږي. د تبت په لوړې هوارې کې پیل کیږي او د چین په ختیځ کې سمندر سره ګډیږي.

ینګ کوان

د چین د شانشي ولایت په ختیځ کې ښار دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۳۱۸۵۰۵ وو. د شانشي ولایت صنعتي ښار ګڼل کیږي.

یموسوکرو

املا یې یامو سوکرو هم لیکل کیږي. د پیل غاښ سمندر غاړې مرکز دی.

یلټا

د پخواني یوکراین د اوسنۍ روسیې په کریمیا سیمه کې ښار دی. همداسې یلټا، په ۱۹۹۵ کال کې، د چرچیل، روز وېلټ او سټالین ترمنځ هوکړه ده.

ییل پوهنتون

په متحده ایالتونو کې د څېړنو ځانګړی پوهنتون دی، په ۱۷۰۱ کې یې بنسټ ایښودل شوی. په نیو هاوېن ښار کې موقیعت لري.

یاوې

په پخوانۍ لوېدیځې اسیا کې خدای وو، په بله مانا د اسرایلو د پاچایي ملي خدای وو، په انجیل کې د بني اسرایلو د خدای نوم دی.

زګروس

په فارسي کې زاګرس لیکل کیږي. په ایران، عراق او ترکیه کې د غرونو لړۍ ده

زفارین

املا یې زفاریناس هم لیکل کیږي. د هسپانیان د ټاپوګانو ټولګه ده.

زګرېب

د کرواېشیا تر ټولو لوی ښار او مرکز دی. د ساوا سیند په اوږدو کې واقع دی. په ۲۰۲۱ کال کې یې نفوس ۷۶۷۱۳۱ وو.

زایر

له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۹۷ پورې د کونګو نوم وو.

زاما جګړه

له زېږېدیز کال څخه دوه سوه کاله وړاندې په اوسنۍ تونس کې رامنځته شوې جګړه وه. په جګړه کې برخه اخیستونکي د روم امپراتوري، د کارتاج پوځ او د سیپیو پوځ وو.

زامبیا

د نوم املا یې زامبي هم لیکل کیږي. په وچه کې ګیر هیواد او د مرکزي، سوېلې او ختیځې افریقا لپاره درې لارې جوړوي. په شمال کې یې د کونګو له دیموکراتیک جمهوریت سره، شمال ختیځ کې تانزانیا، ختیځ کې ملاوي، سوېل ختیځ کې مزمبق، سوېل کې زمبابوې او بوتسوانا، سوېل لویدیځ کې نامیبیا او… read more »

زامبو انګا

د فلپاین ښار او بندر دی. نفوس یې په ۲۰۲۰ کې ۹۷۷۲۳۴ وو. په فلپاین کې د نفوس له مخې پنځم او د مساحت له مخې درېم لوی ښار دی.

زاوجوانګ

چینایي تلفظ یې زاوزوا دی. د چین په شان ډونګ ولایت کې ښار دی. په ۱۹۳۸ کې د چین او چاپان ترمنځ د دوېمې جګړې ډګر وو.

زپوټېک

د مکسیکو اصلي خلک دي. تر ټولو زیات نفوس یې د واهاکا (او اشاکا) ایالت په سوېل کې دی خو ورسره پوله لرونکو ایالتونو کې هم شته دي. د وګړو شمېر یې په مکسیکو کې تر ۶۵۰۰۰۰ پورې رسیږي.

پیټر زیمن

د هالنډ فزیک پوه وو. د ۱۸۶۵ – ۱۹۴۳ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د رڼا په خپرېدو یې د مقناطیسي سیمې اغیزې وموندلې. موندنې ته یې “د زیمن اغیز” نوم اخلي.

د اېلیا زېنو

د اېلې زېنو نوم هم ورته اخلي. د سقراط له دورې مخکې یونان کې فیلسوف وو. له زېږېدیز کال څخه وړاندې یې د ۴۹۰ – ۴۳۰ کلونو ترمنځ ژوند کړی. د خپل استاد د نظر مدافع پاتې شوی. د استاد نظر یې “د ټول حقیقت جوړونکي بنسټ یوازې یو دی” وو. د اېلې زېنو د… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons