Pajuna cattle – پاجونا

په هسپانوي کې یې تلفظ “پاخونا” دی. په هسپانیا کې د ګراناډا (اندالوزیا) سیمې د غوییزو نسل دی. په تنه کې اوروکس غوییزو ته ورته والی لري. اوروکس د غوییزو د نسلونو وحشي پلرونه دي کوم چې اوسمهال کې له منځه تللي. له ۱۹۵۰ را په دیخوا له ریټینټا، مورسیانا او ځینې نورو نسلونو سره دوه رګه شوي او له همدې امله پکې خپلې لمړنۍ ځانګړنې (لکه عضلاتي جوړښت، د بدن رنګ او لوړ قد) له منځه تللي. ځینې دوه رګه شوي یې اوس هم اوروکس وحشي غوییزو ته ورته والی لري.

د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلوګرامه او د مخکینیو پښو په وږو کې یې قد تر ۱۶۵ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي ښکرونه یې مخکې لور ته وده کوي. د غویي رنګ یې له تېز نسواري تر تور پورې وي، د غوا رنګ یې روښانه سور رنګه نسواري وي. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزه کې نسل په چټکۍ مخ په کمېدو شو او له همدې امله هسپانیا د نسل د ژغورنې چارې پیل کړې. مخکې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم ساتي.

د غرونو له ساړه اقلیم سره بلدتیا لري. په سړه هوا کې چې کله څرېدنه امکان ونه لري نو د څرېدو تر څنګ اضافي خوړو ته اړتیا پیدا کوي. د هالنډ یوه ټولنه یې د اوروکس پروژې یا د اوروکس پروګرام کې کاروي. په یاد پروګرام کې لیمیا، توډانکا، مارېمانا پرېمیتیوو او سیاګېسا نسلونه هم شامل دي. د پروګرام موخه د اوروکس په څېر د غوییزو د نسل رامنځته کول دي.

Sidebar



Share
Hide Buttons