Palmera cattle – پالمېرا غوییز
د هسپانیا د خودمختاره کنري ټاپو د غوییزو نسل دی. غوییز یادې سیمې ته اروپایانو په پنځمه پېړۍ کې انتقال کړي. د نسل رامنځته کولو کې یې د ګالیسیا سیمې ګالیګا روبیا نسل کارېدلی دی. نسل یې د درې موخو کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدلای شي خو په ۲۱ پېړۍ کې یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي ؛ ځینې شوقیان یې په سیمه کې د نندارې لپاره او ځینې د درندې ډبرې د کش کولو د سپورت لپاره چمتو کوي. یاد سپورت ته په سیمه کې (arrastre de piedra) نوم اخلي. د غویي وزن یې تر ۶۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۲۶ سانتي متره او د غوا تر ۱۱۴ سانتي متره پورې لوړیږي.