د نر په (spermatic cord) کې د وړو وریدونو شبکه ده. په انګرېزۍ کې د دوه غړو ترمنځ پردې یا غشاء ته (mediastinum) وایي، کومه پرده چې د هګیو په کیسه د دوه هګیو ترمنځ ده د (mediastinum testis) په نامه یادیږي، له همدې پردې چې کوم ورید را څرګند شوی له همدې ورید څخه د یادې شبکې پیل کیږي او د (spermatic cord) په اوږدو کې پورته تګ کوي.
په هګیو کې د تودوخې په تبادله یا هم د وینې په سړولو د هګیو تودوخه تنظیم کوي. د همدې شبکې د مخې لور (internal spermatic vein) جوړوي کوم چې له (inguinal canal) څخه تیر شوی او وروسته (retroperitoneum) ته پورته ختلی، دیوال کې یې د عضلې پېچلی جوړښت موجود دی کوم چې د وینې جریان پورته لور ته بولو کې مرسته کوي.