Panavia Tornado ADV
په هوا کې د بلې الوتکې مخنیونکې الوتکه ده. د (swing-wing Panavia Tornado) الوتکې پرمختللی ډول ده. ایټالیا او عربستان هوایي ځواکونو هم کارولې. د جوړونې موخه د روسې د برید کوونکو الوتکو مخنیوی وو تر څو انګلستان د روسانو له اټومي برید څخه وژغوري. د تولید په اېف ۲ ډول کې یې رادار نه وو. وروسته په اېف ۳ ډول کې ځواکمن رادار نصب شو او بلاخره د انګلستان هوایي د کارونې لپاره خوښې کړې. د کارونې په موده کې څو ځلې د وخت له اړتیا سره برابره شوې او هوایي وړتیاوې پکې اضافه شوي او پایله یې د بلې الوتکې په هوا کې مخنیوی او د دشمن د هوایي ځواک له منځه وړنې وړتیا شوه. له دې وړتیاو سره سره تقاوت شوې او ځای نیونکې یې د څو موخو لپاره (Eurofighter Typhoon) شوې. د ۱۹۹۵–۲۰۰۴ کلونو تر منځ د ایټالیا او د ۱۹۸۹–۲۰۰۶ کلونو ترمنځ د سعودي عربستان هوایي ځواکونو کارولي.
جوړونکی شرکت یې (Panavia Aircraft GmbH) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ اکتوبر په ۲۷ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۸۵ د مې میاشت په ۱ پیل شوې، په ۲۰۱۱ کې تقاوت شوي، بنسټیز کارونکي یې (Royal Air Force, Royal Saudi Air Force and Italian Air Force) وو، د ټولو جوړو شوو الوتکو شمېر ۲۱۸ ده، په ۱۹۸۰ کې د یوې الوتکې ارزښت ۱۴ میلیونه پونډ وو.
د تولید ډولونه
Tornado F2
د دوه پیلوټانو لپاره د بلې الوتکې مخنیونکې الوتکه وه، دوه (Turbo-Union RB.199-34R Mk 103 turbofan engines) ماشینونه پکې نصب وو، لمړنی تولید وو او ټولې ۱۸ الوتکې تولید شوې وې
Tornado F2A
یوه الوتکه تولید شوې وه د تولید ډول یې (F3) وو خو ماشینونه پکې د (F2) وو
Tornado F3
تر نورو پرمختللی د تولید ډول وو، دوه (Turbo-Union RB.199-34R Mk 104 engines) ماشینونه پکې نصب وو، برېښنایي سیستم یې تر نورو پرمختللی وو، ټولې ۱۷۱ الوتکې جوړې شوې وې، د انګلستان او سعودي عربستان هوایي ځواکونو کاولې
Tornado EF3
د (F3) ډول وو خو یوازې د الوتکې لور ته د راتلونکي توغندي د خبرتیا وړتیا پکې اضافه شوې وه
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۸.۶۸ متره
د وزرو پراخوالی : په یوه ډول کې ۱۳.۹۱متره او په بل ډول کې ۸.۶۰ متره
لوړوالی : ۵.۹۵ متره
د وزرو سطحه : ۲۶.۶۰ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۱۴۵۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۷۹۸۶ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Turbo-Union RB199-34R Augmented Turbofan
زیات نه زیات سرعت: په ساعت کې ۲۴۰۰ کیلو متره
له تیل اچولو پرته د الوتنې وړتیا : له نورمال وزن سره ۱۸۵۳ کیلو متره، تر دوه ساعته پورې یې الوتنې ته دوام ورکولای شو
وسله
ماشیندارې
یوه ۲۷ اېم اېم (Mauser BK-27 revolver cannon) ماشینداره کومې چې ۱۸۰ مرمۍ لرلې په داخل کې نصب وه، دوه (BK-27) ماشیندارې
د مهماتو د نښلونې لپاره یې ټول ۱۰ ځایونه لرل څلور د وزرو لاندې او شپږ د الوتکې د تنې لاندې او تر ۹۰۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن یې انتقالولای شو
برېښنایي سیستم
GEC-Marconi/Ferranti AI.24 Foxhunter radar
Comments
So empty here ... leave a comment!