Panhole – په ډبره کې ژوره یا تالاب

په ډبرې کې سوري، ژورې یا تالاب ته وایي. په استرالیا کې ورته (gnamma or rock holes) نومونه اخلي. په انګریزۍ کې ورته (armchair hollows, weathering pans, solution pans or pits) نومونه هم کاریږي.
ځینې خلک یې املا (potholes) لیکي کوم چې ورته شکل دی خو د سیند له غاړې سره او یا د سیند په تخت کې ډبرو ته کاریږي کوم چې ګرده خوله لري، له سور څخه یې ژوروالی زیات وي. په سیند کې دا ډول جوړښت د ډبرو د تاوېدو له امله رامنځته کیږي.


تشرېح
ویجاوړونکی جوړښت ګڼل کیږي، په مختلف ډوله اقلیمي چاپېریال کې، په مختلف ډوله ډبرو کې وده کوي. د ګرانیت او د شګو ډبرو په سطحې کې ډېری وخت کم ژور تالاب یا کنده رامنځته شوې وي، ځانګړنه یې بهر ته وتلې څنډې او هوار تل وي. بنسټیز جوړښت یې ممکن، بند خو داخل کې خالي، د ګیا لرونکې خاورې (humus) رامنځته کړی جوړښت وي. قطر یې ۶ فټه یا تر ۱.۸ متره پورې وي. د ځینو ګردوالی دومره منظم وي لکه چې انسان په لاس جوړ کړی وي او طبیعي نه وي.

ډیر په سارايي چاپېریال کې پیدا کیږي لکه د کولوراډو لوړه هواره. په ډبرو کې ژوره یا تالاب د باران په اوبو ډکیږي، کله چې هوا ډېره سړه شي اوبه یې په کنګل بدلېدای شي، کله چې هوا ډېره توده شي اوبه یې تبخیر کېدای شي او ډبره کې ژوره وچېدای شي، په خپل ځان کې د باکتریا ځینې ډولونه، نیله شین الګی او اوبړۍ لرلای شي.

په ډبره کې د ژورې قطر له څو سانتي متره نیولې تر څو متره پورې امکان لري. د ځینو ژوروالی ډېر کم وي خو تر ۱۵ متره پورې هم امکان لري. سلګونه لیتره اوبه زخیره کولای شي. په استرالیا کې د (gnamma) نوم داسترالیا د ځایي هندیانو له ژبې اخیستل شوی مانا یې داسې ژوره ده کومه چې په وچو سیمو کې په خپل ځان کې اوبه زخیره کولای شي.

د ډبرې په ژوره کې چې کوم ژوي اوسیږي د اوبو په تودوخه کې د چټک بدلون زغم لري، همداسې د اوبو په اکسیجن کې، د اوبو پي اېچ کې، د کاربن ډایوکسایډ او ایون په غلظت کې له چټک بدلون سره بلدتیا لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons