Papaverine – پاپاوېرین
پاپاوېرین د اپیمو الکالوید انټي سپازموډیک درمل دي. انټي سپازموډیک هغو درملو ته وایي کوم چې د عضلاتو درد، لړزه او نښلېدنې لپاره کاریږي. په بنسټیزه توګه د هغو نیول شو عضلاتو د ارامتیا لپاره کاریږي کوم چې په ګېډه او سینه کې دي، همداسې د واسوسپازم لپاره هم کاریږي. واسوسپازم که چېرې د وینې رګ تنګ شي او د وینې جریان بند شي واسوسپازم ورته ویل کیږي، ډېر وخت واسوسپازم ژوند ګواښونکی حالت وي په ځانګړې توګه که په زړه یا مغز کې وي. یاد درمل که د نر جنسي اله نه لکیږي د لکېدو لپاره هم کاریږي. له دې پرته د (acute mesenteric ischemia) حالت د درملنې لپاره هم کاریږي په دې حالت کې د انسان وړو کلمو ته د وینې جریان بند شوی یا کم وي او په وړ کلمو کې ټپ رامنځته شوی وي. پاپاوېرین په خپل جوړښت او فارماکولوجیک عمل کې د درد ضد مورفین او مورفین ته ورته د اپیمو له تولید سره توپیر لري.
په طبي توګه یې د معدې او کلمو اړوند بندوالي لپاره، د ځیګر او کیسې صفرا ترمنځ د صفرا لېږدونکي کانال د بندېدو لپاره، له پښتورګو څخه مثانې ته د ادرارو لېږونکي یورېتر د بندېدو لپاره د کارونې تصدیق شوی. د عضلاتو د ارامولو لپاره هم کاریږي. همداسې جراحي پر وخت هم په مستقیمه توګه د وینې په رګونو کاریږي. له ځینو نورو موادو سره په ترکیب کې د نر د جنسي الې د لکېدو لپاره هم کاریږي.
د پاپاوېرین بد اغیز
څو ډوله (ventricular tachycardia) رامنځته کوي، په دې حالت کې د انسان د زړه ضربان په دوامداره توګه زیاتیږي. په انسان کې قبضیت پیدا کوي.
ډېر کم وخت په کمو خلکو کې په مخ کې سوروالی، بې کچې خوله کول (hyperhidrosis)، په پوستکي کې چاود او ټپونه، ټیټ د وینې فشار، بې اشتیایي، بې کچې د زړه تېز ضربان یا ټکي کاردیا، جونډایس یا د پوستکي رنګ زېړېدل او زېړی پیدا کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!