Paramesotriton – پارامېزو تریتون

عام نوم یې زخې لرونکی تریتون دی، د اسیایي زخې لرونکي تریتون په نوم هم یاديږي. د تریتون نسل دی. څوارلس ډولونه پکې شامل دي. په شمالي ویتنام کې او د چین په سوېل او سوېل لوېدیځ کې پیدا کیږي. د ډېری ډولونو اصلي ځای یې چین دی. ځینې ډولونه یې د روانو اوبو په لښتیو کې او ځینې د ولاړو اوبو په ډنډونو کې ژوند کوي. ورسره نږدې تړاو لرونکی نسل لاوتریتون دی.

د ملا رنګ یې تېز نسواري وي. د پوستکي څرګوالی یې هر ډول کې توپیر لري له ډېر زیږ تر هوار پورې پوستکی لري. د هانګ کانګ زخې لرونکی تریتون یې زهري پوستکی او زهرجنې هګۍ لري.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل پارامېزو تریتون

Sidebar



Share
Hide Buttons