Pasiega – پاسي اېګا غوییز
د هسپانیا په شمال کې، د هسپانیا د خودمختاره کانتابریا ولایت کې، د شیدو لپاره ساتل کېدونکی د غوییزو نسل دی. نوم یې سیمه کې د پاس په نامه له سیند څخه اخیستل شوی. د بدن د رنګ له امله یې د روجا پاسي اېګا او روجینا نومونه هم ورته اخلي. مخکې ګمان کېده چې د پاسي اېګا نسل ټول غوییز له منځه تللي خو د شلمې پېړۍ پای کې یې یوه پاده له بزګرو سره وموندل شوه. په ۲۰۰۷ کال کې په رسمي توګه پخلی وشو چې پاسي اېګا نسل دی. له شیدو څخه یې سیمه کې پنیر جوړیږي.
د مخکینیو پښو په وږو کې د غویي قد تر ۱۴۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۳ سانتي متره پورې لوړیږي. د غویي وزن تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۳۳۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.