Peccary – پیکاري خوګ

د کورنۍ نوم یې تایا سو ایدای (family Tayassuidae) ده، په انګرېزۍ کې ورته (javelin or javelina) نومونه هم اخلي، خوګ ته ورته درې ډوله تی لرونکي حیوانات دي چې د متحده ایالتونو له جنوبي صحراګانو تر جنوبي امریکا پورې پیدا کیږي. لنډه لکۍ لري چې له لرې نه ښکاري، ، واړه غوږونه لري. له ریښتینو خوګانو سره د اسکلیټ په جوړښت او غاښونو کې توپیر لري، د پوستکي لاندې نو (navel) ته ورته مرغړي لري چې مشک ته ورته بوی کوي. ځینې خلک یې د بوی مرغړی هم نو ګڼي او فکر کوي پیکاري دوه نو ګان لري (یو لاندې یو پاسه). پیکاري هر څه خوړونکی (omnivorous) ده او د مردارو شوو حیواناتو په جسد، په مختلف ډوله بوټو او وړو حیواناتو باندې ځان تغذیه کوي. غپېدو ته ورته غږ لري او که چېرې تنګ کړل شي نو څو تکراري غږونه کوي. د جنوبي امریکا هندیانو کورني کړي خو په ځینو سیمو کې د غوښې او پوستکي لپاره ښکار کیږي.

Catagonus wagneri closeup
peccary photo by TimVickers

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons