Phalanger – ټوپ وهونکی نولیان یا ډانګلکي
مختلف ډوله تی لرونکي د استرالیا مارسوپیل دي، په استرالیا او تاسمانیا کې ورته پوسم (possum) نوم هم اخلي. د کورنۍ نوم یې فلانګر ایدای (family Phalangeridae) ده په کوم کې چې کسکس (cuscus) هم شامل ده. د ټولو ټوپ وهونکو نولیانو یا ډانګلکيو اصلي ځای استرالیا، تاسمانیا، نیو ګینې او ورسره نږدې ټاپوګان دي. خواړه یې پاڼې، میوې، او تازه غوټۍ دي خو ځینې یې واړه حیوانات او حشرې هم ښکار کوي. ډیری یې د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکي دي، د مرغانو په پرېښودل شوې ځاله کې له یو تر دریو پورې بچیان ساتي، ځینې یې خپله له وچو پاڼو ځاله جوړوي، ځینې د ونو سوریانو کې بچیان زېږوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!