Philippine porcupine – د فلپاین شکوڼ
بل نوم یې پالوان شکوڼ (Palawan porcupine) دی. د ډول علمي نوم یې (Hystrix pumila) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ شکوڼ ګنل کیږي. اصلي ځای یې د فلپاین پالوان ټاپو دی. د سیمې خلک یې د لنډک او دوریان (durian or landak) په نومونو پېژني. تر اوسه یې نسل پرېمانه ده خو په سیمه کې د بزګرو لخوا د کوپرې په بوټو کې ځورول کیږي. د غرنیو سیمو او د ټیټو ځمکو په ځنګلونو کې ژوند کوي. د ډبرو په چادونو او سمڅو کې استوګنځای جوړوي. طبیعي دشمن نلري خو که چېرې له کوم ښکاري ژوي سره مخ شي خپل غشي یا ازغي د خپلې دفاع لپاره کاروي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۲ تر ۹۰ سانتي متره پورې وي لکۍ یې تر ۱۹ سانتي متره پورې او وزن یې ۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | هیستریسیدای |
نسل | هیستریکس |
