Phoenix chicken – فینېکس چرګان
د اوږدې لکۍ چرګان دي. اصلي ځای یې جرمني ده. نسل یې له سیمه ایزو چرګانو او له جاپان څخه د اوږدې لکۍ له وارد شوو چرګانو اخیستل شوی. د چرګ وزن یې تر ۲.۵ کیلو ګرامه او د چرګې وزن یې تر ۱.۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د وړې کچې نسل هم لري، وزن یې تر ۷۴۰ ګرامه پورې وي. ارثي ځانګړنې لري کومې چې د جېن لخوا پکې کنټرول کیږي او دا چاره یې هر کال د نورمال کوریز کولو مخنیوی کوي. د لکۍ اوږدوالی یې تر ۹۰ سانتي متره پورې رسیدای شي.
