Phylum – فایلم

جمع یې فیلا (phyla) ده. په ډلبندۍ کې د ډلبندۍ یوه رتبه ده له کینګډم لاندې وي او له کلاس پورته وي. په بوټپوهنه کې د فایلم په ځای د وېش (division) کلیمه کاریږي او په زولوجي کې د فایلم کلیمه کاریږي. د نوم اېښودنې د کوډ نړیوال سیستم دواړه اصطلاح ګانې د الګي مرخیړي او بوټو لپاره د همانیزو اصطلاح ګانو په توګه مني. د ژو په پاچایي یا کینګډم کې ۳۵ فیلا ، د بوټو پاچایي کې ۱۴ او د مرخیړيو په پاچایي ۸ فیلا شاملې دي. اوسنۍ د فیلو جنتیک څېړنې د فیلا تر منځ اړیکې رانغاړي کومې چې په لویو کلېډز کې شاملې شوي لکه (Ecdysozoa and Embryophyta).
 
څرنګه په یوه فایلم کې ژوي ډلبندي کیږي؟ تر ټولو لمړی باید تر هر بل فایلم د همدې فایلم له ژو سره نږدې تړاو ولري. د تړاو لرلو لپاره باید د ژو په اړه کافي مالومات ولرو او د ژو تر منځ اړیکه راته مالومه وي او یاد مالومات د ژو له مالیکولي مطالعې لاسته راوړل کیږي. له مطالعو وروسته یو فایلم له بل سره یو ځای کیږي، په دوه فیلا وېشل کیږي او یا په خپل حال پرېښودل کیږي او که چېرې له هېڅ بل فایلم سره نږدې تړاو ونلري او په کوم فایلم کې چې پخوا ډلبندي شوی وي له دوي سره هم اړیکه ونلري نو په نوي فایلم کې د مالوماتو له مخې ډلبندي کیږي.
File:Biological classification L Pengo vflip.svg

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons