Pierre-Antoine Antonelle – پییر انتوان انتوانېل

د ۱۷۴۷ کال د جولای په ۱۷ نېټه د فرانسې په اریز (اري) سیمه کې زېږېدلی دی او د ۱۸۱۷ کال د نومبر په ۲۶ نېټه په اریز کې مړ شوی دی. د فرانسې سیاست پوه، جورنالست او د ژکوبین (ژکوبه ډلې) ریس او د انقلاب غړی وو. په پیل کې په دیموکراتیکه توګه د اریز ولسوال منتخب شوی وو. سره له دې چې د اشرافو د کورنۍ وو د اشرافو پر ضد یې د فرانسې د انقلاب کلک ملاتړ کوه. له فرانسې سره د کومتات سیمې په یو ځای کېدو کې یې لویه ونډه اخیستې همداسې یې له فرانسوا نوېل بابوف سره د “برابرو دسیسې” په نامه کودتا کې اړین رول لرلی.

انتونېل د اشرافو په شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی. پلار یې د ۱۷۴۷ کال په ډسمبر کې مړ شوی او له همدې امله یې روزنه او پالنه کې تر ډېره مور او یو راهب ونډه اخیستې. د راهب لخوا په وهلو ډبلو لارې ته سمونې په لویوالي کې دې ته وهڅوه چې د روحانیت ضد دریځ ولري. په ۱۷۶۲ کې یې پوځي زده کړې پیل کړې خو له پوځي ژوند سره یې مینه نه لره او په کال ۱۷۸۲ کې یې استعفا وکړه.

انتوانېل تر ډېره د روڼ اندۍ له دورې اغیزمن وو. د خپلې سیمې اریز یا اري لمړی منتخب شوی ولسوال وو او له ولسوال کېدو سره سملاسي یې د روحانیونو ضد ځینې پالیسيو جوړولو ته مخه کړه په دې کې د هغو راهبانو وېستل هم شامل وو کومو چې محکمو کې رسمي دندې نه لرلې. په ۱۷۹۱ کې کله چې خلک د انقلاب ضد پاڅېدل نو انتوانېل هم له اریز اېکس ان پروانس ته تېښته وکړه.

د ۱۷۹۱ په اګسټ کې د ملي مقننه جرګې ته له بوش دیو رون څخه کاندید شو، وروسته د ماري جوزېف پال نیونې ته ولېږل شو خو جوزېف په تېښته بریالی او خپله انتوانېل زنداني کړل شو. له زندان وروسته پاریس ته ولاړ او د ژکوبین (ژکوبه ډلې) ریس شو ؛ په ورته وخت کې د انقلابي محکمې غړی هم وو. په دې وخت کې له انتوانېل ژکوبین ډلې غوښتنه وکړه چې د جیروندین (جیرونده) په نوم د سیاسي ډلې کلکه غندنه وکړي یادې ډلې ته ژکوبین ډلې د شک په سترګه کتل. انتوانېل یې غندنه رد کړه او له همدې امله زندان ته ولاړ او د تېرميدوریان غبرګون پورې په زندان کې وو.

له زندان وروسته یې له فعال سیاست څخه ډډه وکړه او د سیاسي خبرپاڼې په نوم د ورځپاڼې ریس شو خو لس ورځې پس له خپل مقام منفک شو او “د ازادو انسانانو ورځپاڼې” ته یې مخه کړه. په ۱۷۹۶ کې د برابرو د دسیسې په نوم کودتا کې محکمې ته وړاندې شو خو محکمې برائت ورکړ. په دوېم ځل د فروکتیدور ۱۸ کودتا کې ونیول شو خو بیا هم برائت ورکړل شو. له دې وروسته دوه ځلې کاندید شو خو د رایو پایلې لغوه اعلان شوې او په غسه شوي انتوانېل د حکومت ضد لیکنو باندې پیل وکړ او یوه اونۍ پس شرانت انفېریور یا شرانت ماریتیم ته جلا وطن شو. کله چې مړ شو د عیسویت راهبانو یې له جنازې ځکه انکار وکړ ځکه چې د راهبانو ضد دریځ یې خپل کړی وو مګر عامه خلکو یې جنازې کې پراخ ګډون لره.

Sidebar



Share
Hide Buttons