مخکې له وخته د پلاسنټا د رحم له دیوال څخه جلا کېدنه او یا هم په بله مانا مخکې د اولاد له زېږېدو د پلاسنټا له رحم څخه جلا کېدو ته وېل کیږي. عموما د اومیندوارۍ د ۲۵ اوونۍ شاوخوا کې پېښیږي. علایم یې له فرج څخه وینه بهېدل، د ګېډې لاندې برخه کې درد او له خطره ډک ټیټ د وینې فشار دي. په دې وخت کې اومیندواره ښځه ممکن د پښتورګو له ناکافي فعالیت (kidney failure) او یا له (disseminated intravascular coagulopathy) سره مخ شي. ممکن جنین مړ پیدا شي (stillbirth)، ممکن د ډېر کم وزن سره مخکې له مودې وزېږي.
د پلاسنټا بې مودې د رحم له دیوال څخه د جلا کېدو لامل تر اوسه روښانه ندی خو دخانیات، پریکلامپسیا (preeclampsia) کوم چې د اومیندوارۍ یو حالت دی او ځانګړنه یې د وینې لوړ فشار دی، سخت سټرس یا ذهني نا ارامي، مخکې د عملیات له لارې د اولاد زېږېدنه (cesarean section) یې لاملونه ښودل شوي.
که چېرې د پلاسنټا کمه اندازه برخه جلا شوې وي او یا هم د اومیندوارۍ په پېل کې وي نو ممکن یوازې د ارام کولو سپارښتنه ورته وشي خو که چېرې جلا کېدنه د اومیندوارۍ وخت ته نږدې وي نو د اولاد زېږېدنې سپارښتنه ورته کیږي. که هر څه نورمال وي نو ممکن د رحم له لارې اولاد زېږېدنه تر سره شي او یا ممکن عملیات وشي. که چېرې د اومیندوارۍ موده له ۳۶ اوونیو کمه وي نو کورټیکو سترویډ (corticosteroids) ورکول کیږي تر څو د کوچني د سږو وده چټکه کړي.
د پلاسنټا بې مودې جلا کېدنه ۱ په ۲۰۰ اومیندواره ښځو کې امکان لري او ۱۵% د اولاد د مرګ امکان شته وي.
علایم
په پېل کې ممکن کوم علایم څرګند نشي او څرګندېدا یې ممکن ناڅاپه وي. عام علایم یې د عضلاتو پر له پسې درد، له رحم څخه د وینې جریان، د رحم غټېدل، د جنین په خوځښت کې کمی، او د جنین د زړه ضربان کمېدل دي. که چېرې له رحم څخه وینه بهېدل پېل شي رنګ یې ممکن روښانه سور او یا خیره سور وي. که د مور عمر له ۲۰ کم او له ۳۵ زېات وي له زیات خطر سره مخ کیږي.
