Plagiodontia – پلاجیوډونشیا

په کپرومي ایډای کورنۍ (family Capromyidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. د پلاجیوډونشیا مانا مایل غاښ ده. د نسل پلاجیوډونشیا (Plagiodontia) نوم یې له دوه یوناني کلیمو ترکیب شوی د (πλάγιος – plágios) مانا په غېرې مستقیم شکل کې ځای پر ځای شوی (مایل شکل کې ځای پر ځای شوی) او د (ὀδούς, ὀδόντος odoús, odóntos) مانا غاښ ده.
په دې نسل کې څلور ډولونه شامل دي درې ډولونه یې اوسمهال ژوندي غړي نلري یوازې یو ډول یې پیدا کیږي.
Share
Hide Buttons