Pleurodeles – پلوروډېلز

د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. غړو ته یې عامه ژبه کې پوښتۍ لرونکي تریتون (ribbed newts) نوم اخیستل کیږي. د ایبېرین ټاپوزمې تریتون یې تر ټولو عام دي او تر ډېره یې ساینسپوهان هم د مختلفو موخو لپاره کاروي خو په وحشي چاپېریال کې یې نسل ډېر کم شوی. نور دوه ډولونه یې په وحشي چاپېریال کې د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د غړو د شمېر د کمېدو لاملونه یې کرنه، څر او ککړتیا ده.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
نسل پلوروډېلز

ډولونه

انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه
Pleurodeles nebulosus د الجزایر پوښتۍ لرونکی تریتون الجزایر او تونس
Pleurodeles poireti اېډو پوښتۍ لرونکی تریتون د الجزایر شمال ختیځ
Pleurodeles waltl ایبېرین پوښتۍ لرونکی تریتون د ایبېرین ټاپوزمې مرکز او سوېل، مراکش

Sidebar



Share
Hide Buttons