Polikarpov R-5
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد سپکه بم غورزونکې او د کشف الوتکه وه، خو له دې پرته د ملکي ټرانسپورټ الوتکې په توګه هم کارېده. جوړونکی شرکت یې (Polikarpov) دی، لمړۍ الوتنه یې د کال ۱۹۲۸ په مني کې کړې، په کال ۱۹۴۴ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي (Soviet Air Force) وو او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر تقریبا ۷۰۰۰ ته رسېده. د ایران، هسپانیا، منګولیا، ترکې هوایي ځواکونو هم کارولي.
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۰.۵۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۵ متره
لوړوالی : ۳.۲۵ متره
بې وسایلو وزن : ۱۹۶۹ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۲۴۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Mikulin M-17B water cooled V-12, 507 kW (680 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۲۸ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۸۰۰ کیلو متره
وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې پي وي – ۱ ماشینداره، په وروسته برخه کې یوه ډي اې ماشینداره، تر ۲۵۰ کیلو ګرامه یا ۵۵۰ پونډه پورې بمونه
دې الوتکو مختلف ډولونه لرل
R-5
اصلي او بنسټیز تولید کومو الوتکو کې چې (M-17B engine and M-17F engine) ماشینونه کارېدلی وو، بم غورزونکې او د کشف الوتکې وې
R-5Sh
برید کوونکې الوتکې وې په وزرو کې یې اضافي څلور ماشیندارې لرلې
R-5a
په سمندرې کې د کشف لپاره کارېدلې
R-5D
د اوږد سفر لپاره الوتکې وې
R-5 Jumo
د تجربې لپاره پکې لوی ماشین کارېدلی وو او وروسته برخه کې یې د دوه کسانو او دوه ماشیندارو لپاره ځای لره
R-5M-34
د تجربې لپاره پکې (M-34 engine) ماشین کارېدلی
P-5
سپکې د ټرانسپورټ الوتکې وې
R-5L
د مسافرو لپاره کابین لرونکې الوتکې وې او په کال ۱۹۳۱ کې کم شمېر تولید شوې وې
LSh
په پوځي موټرو برید کوونکې الوتکه وه
ShON
سپکه برید کوونکې الوتکه وه
![Polikarpov R-5 (16310758626)](https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/9/97/Polikarpov_R-5_%2816310758626%29.jpg)