Polikarpov R-Z
په ۱۹۳۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد بم غورزونکې د کشف الوتکه وه، د (Polikarpov R-5) الوتکې پر مختللی ډول وو، او یوازې په دوه کلونو کې له ۱۹۳۵ تر ۱۹۳۷ پورې ۱۰۳۱ الوتکې تولید شوې وې. په درې جګړو کې (Spanish Civil War, the Winter War and Battle of Khalkhin Gol) کارېدلي.
جوړونکی شرکت یې (Polikarpov) دی، د ۱۹۳۵ کال په جنورۍ کې لمړۍ الوتنه کړې، کارونه یې هم په ۱۹۳۵ کې پیل شوې، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۰۳۱وو. د هسپانیا او منګولیا هوایي ځواکونو هم کارولي.
اوږدوالی : ۹.۷۲ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۴۵ متره
لوړوالی : ۳.۶۰ متره
د وزرو سطحه : ۴۲.۵ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۰۰۷ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۱۵۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Mikulin AM-34 water cooled V-12, 611 kW (820 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۱۶ کیلو متره
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۷۴.۱ کیلو ګرامه
وسله : یوه مخکې فیر کېدونکې ( PV-1 machine gun) ماشینداره او دوه وروسته برخه کې (ShKAS machine guns) ماشیندارې، تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Comments
So empty here ... leave a comment!