Political Science – سیاسي ساینس

سیاسي ساینس یو ټولنیز ساینس دی او له حکومتدارۍ سره سر او کار لري، د سیاسي فعالیت څېړنه کوي، د سیاسي افکارو او سیاسي چلند سره سر او کار لري. په پراخه کچه سیاسي ساینس د سیاست له تیورۍ یا نظریې او د سیاست په پلي کولو باندې بحث کوي، د سرچینو او واک پر وېش تمرکز کوي. سیاسي ساینس پوهان د سیاسي حالتونو او پېښو په اړه څېړنې کوي او د دې تر شا سیاسي کړنې او فکرونه افشا یا نورو ته څرګندوي.

په سیاسي ساینس کې مختلفې فرعي څانګې هم شاملې دي: سیاسي اقتصاد، پرتله ایزسیاست، نړیوالې اړیکې، سیاسي نظریه، عامه اداره، عامه پالیسي، سیاسي میتودولوژي. له دې پرته سیاسي ساینس له اقتصاد، حقوقو، سوشیولوجي یا د ټولنې پېژندنې، تاریخ، فلسفې، جغرافې، ارواپوهنې او انتروپولوجۍ سره تړاو لري.

پرتله ایز سیاست د پرتله کوونې ساینس دی او په دې څانګه کې د مختلفو اساسي قوانینو په اړه زده کړې ترسره کیږي، سیاست پوهان مطالعه کوي او له یو بل سره پرتله کوي، مقننه قوه او ورسره تړاو لرونکې ادارې او خلک مطالعه او پرتله کوي. نړیوالې اړیکې د حکومتونو خپلمنځي اړیکو، د ملتونو خپلمنځي اړیکو او د هغو ادارو سره سر او کار لري چې د پولو بهر فعالیت ترسره کوي. سیاسي تیوري یا نظریه زېاته له کلاسیکو او عصري فکر لرونکو او فلسفایانو سره سر او کار لري.

سیاسي سیاینس د یو ټولنیز ساینس په توګه د تحقیقاتو لپاره په لمړي ګام کې تاریخي رسمي اسناد، په دوېم ګام کې رسنیزې سرچینې، په درېم ګام کې د څېړنو پایلې، د حالتونو مطالعه او تجربوي څېړنې کاروي.

سیاسي ساینس د سیاست ساینسي مطالعه ده. سیاسي ساینس د ټولنیز ساینس څانګه ده، د حکومت له سیستم او واک سره سر اوکار لري. سیاسي ساینس د سیاسي فعالیتونو، د سیاسي فکر او د سیاسي چلند څېړنه ده، همداسې له یادو شوو سره د تړاو لرونکي اساسي قانون ته کتنه ده. سیاسي ساینس مخکې تاریخ او سیاسي فلسفه وه خو د ۱۹ پېړۍ په پای کې د ټولنیز ساینس جلا څانګه شوه. معمولا سیاسي فلسفه د یوناني او روڼ اندۍ د تفکر له مخې تعریف کیږي. سیاست پوه یا سیاسي ساینس پوه هغه کس ته وایي کوم چې سیاسي ساینس کې ماستري یا دوکتورا لري. په کال ۱۹۰۳ کې د امریکا سیاسي ټولنه جوړه شوه او په ۱۹۰۶ کې د امریکا سیاسي علومو ته بیا کتنه پیل شوه، د دواړو موخه د سیاست له اقتصاد او ټولنیزو پېښو جلا کول وو او د هڅو پایله کې یې سیاست له فلسفې، تاریخ، حقوقو، له ټولنې پېژندنې او اقتصاد جلا کړ. په ۱۸۸۶ کې یې امریکا د سیاسي ساینس کوارټرلي مجله خپروله. په یاده مجله کې منرو سمېت سیاسي ساینس د دولت د ساینس په نوم یاد کړی. په ۱۹۴۹ کې د سیاست نړیواله ټولنه جوړه شوه او همداسې په فرانسه کې د سیاست ملي ټولنې په ۱۹۴۹، په انګلستان کې په ۱۹۵۰ کې او په جرمني کې په ۱۹۵۱ کې جوړې شوې.


د چلند انقلاب او نوي دولتي بنسټونه
په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې، د وګړو او ډلو د چلند په مطالعې تمرکز وو. په دې تمرکز وو چې د حقوقو د متن د تعبیر او بنسټونو په پرتله باید سیاسي چلند مطالعه شي. د چلند سیاسي ساینس باندې تر ټولو لمړی رابرټ ډال، فیلیپ کانورس، پال لېزرسفېلډ او بېرنر بېرلسن کار کړی دی.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې په دې رشته کې د ماډلینګ تخنیکونه، د ګېم تیوري یا نظریه کارول پیل شول او یادې چارې ترې د څېړنیزې پوهې لویه تنه جوړه کړه. په دې موده کې د اقتصاد تیوریانې او طریقې په څېړنو کې د سیاسي بنسټونو د مطالعې لپاره وکارول شوې، د بېلګې په توګه د متحده ایالتونو کانګرېس. له دې پرته د سیاسي چلند د مطالعې لپاره هم د اقتصاد تیوریانې او طریقې په څېړنو کې وکارول شوې، د بېلګې په توګه د رایې ورکول. وېلیم اېچ رایکر پکې ځانګړی رول لرلی.
په ۲۰۰۰ کال کې، په سیاسي ساینس کې پېرېس ټرویکا خوځښت اضافه شو، یاده اضافه سیاسي ساینس کې د ریاضیکي کوونې اضافې ته غبرګون وو.