Polynesian rat – پولینیزی موږک

نور نومونه یې (Pacific rat or little rat) دي. د ډول علمي نوم یې (Rattus exulans) دی. په نړۍ کې په درېمه کچه پرېمانه پیدا کېدونکی موږک دی په لمړۍ کچه پرېمانه تور موږګ (black rat) او په دوېمه کچه نسواري موږک (brown rat) ده. د پولینزي موږک اصلي ځای سوېل ختیځه اسیا ده خو له دې سیمې نورو ټاپوګانو ته هم کډوال شوی. له انسان سره نږدې ژوند کوي تر څو خپل خواړه په اسانۍ پیدا کړي. په زیاتو سیمو کې افت ګڼل کیږي.
 
هر څه خوړونکی دی. خپل ځان په پاڼو، میوې، تخمونو، حشرو، د ځمکې په چونجیانو او غڼو تغذیه کوي. خپل خواړه محفوظ ځای ته له ځان سره وړي تر څو یې خوړو ته چمتو کړي لکه تخمونه کوم چې پوستکی لري د پوستکي لرې کولو لپاره یې محفوظ ځای ته وړي. په ځینو سیمو کې د ونو په غارونو، د تیږو په انبارونو او د ونو په ریښو کې پټیږي. د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکی ده. د بلاربښت موده یې تر ۲۴ ورځو پورې ده او له ۶ تر ۱۱ پورې بچیان زېږوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل راټوس
Pacific rat
Photo by Cliff from Arlington, VA, USA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons