Precision-guided munition – دقیق هدایت کیدونکي مهمات
لنډیز یې (PGM) دی. په انګریزۍ کې دې ډول مهماتو ته (smart weapon, smart munition, smart bomb) نومونه هم اخلي. د یوه هدف دقیقې وېشتنې لپاره کاریږي تر څو د هدف چار چاپیره ناغوښتل شوي زیان مخه ونیول شي او د دې ترڅنګ په هدف کې دښمن ته زیات زیان واوړي. له صدام حسین سره په جګړه کې یوازې ۹% هدایت کېدونکي مهمات وکارېدل خو ۷۵ % کارېدلو مهماتو دقیق هدف ویشتلی وو. له نا هدایت کېدونکو مهماتو سره یې توپیر یوازې د یوې ویشتل شوې وسلې ۳۵ ځله زیات زیان اړونه ده. دوېم توپیر یې دادی چې واړه او کم شمېر بمونه کولای شي هدف وولي او له منځه یې یوسي خو نا هدایت کېدونکي بمونه باید زیات شمېر او لوی وي تر څو هدف په نښه کړای شي. همداسې که چېرې هدایت کېدونکې وسله له خپل هدف څخه بل ځای هم وغورزیږي د کمو خلکو ژوند اخلي ځکه چې کچه یې وړه وي. تر ټولو زیات هدایت کیدونکي مهمات متحده ایالتونه، روسیه، اسرایل، ایران او چین جوړوي.
د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال دا ستونزمنه چاره وه چې روانه کیشتی وویشتل شي. د حل لارې لپاره لمړی جرمني وتوانیده چې په راډیو او سیم هدایت کېدونکې وسله جوړه کړي. متحده ایالتونو ورپسې پیل وکړ او په تلویزیون هدایت کیدونکی جي بي ۴ ، نیمه راداري فعال هدایت کېدونکی بټ، په انفرارېډ هدایت کېدونکی فېلیکس ازموینه یې ترسره کړه.
د (CBU-107 Passive Attack Weapon) په نامه له هوا پر ځمکه غورزول کېدونکي بم کې د مختلفو کچو وپسنیز هدایت کوونکي راډونه موجود وي. په داسې هدف کاریږي چې د خلکو منځ کې نه وي او که وي هم نو د مهماتو ډیپو یا له تیلو ډک ټانکرونه پکې موجود نه وي.
په راډیو کنټرول کېدونکې وسله
په جګړه کې په لمړي ځل په ۱۹۴۳ کال کې جرمني هدایت کېدونکي مهمات وکارول کوم چې په (Kehl-Straßburg radio guidance system) سیستم هدایت کېدل او په لمړي ځل یې د ایټالیا سمندري بېړۍ پرې ویجاړه کړه. په ایټالیوۍ سمندري بېړۍ د (Fritz X armored gravity ordnance) توغندی کارولی وو کوم چې د هدایت کرښې لپاره په لاس هدایت کېده. د (Kehl-Straßburg MCLOS-guided) کارونکي سیستم کې له ۱۹۴۳ کال را په دیخوا د (Henschel Hs 293, rocket-boosted and glide missile) په نامه بمونه هم وکارېدل درېواړه د ټانک ضد او د هغو بېړیو ضد دي چې زغره نلري او یا وړې بېړۍ وي. په دوېمه نړیواله جګړه کې اروپا (CBI theater) او امریکا ( Navy’s Bat) جوړ کړي وو. په دې وسلو کې (autonomous radar seeker system) سیستم موجود وو کوم چې د هدف په لور هدایت کې مرسته کوله. متحده ایالتونو (Gargoyle) جوړ کړ خو په جګړه کې هېڅکله کار ترې وانخیستل شو. په دې وخت کې جاپان هم هڅه وکړه او د (Ohka) په نامه له هوا بېړۍ وېشتونکی د هدایت وړ توغندی یې جوړ کړ خو په دوېمه نړیواله جګړه کې کار ترې وانخیستل شو.
تر دوېمې نړیوالې جګړې مخکې انګلستان او متحده ایالتونو د هدایت وړ مهماتو لپاره هڅې پیل کړې وې او ځینې له هوا توغول کېدونکي توغندي یې جوړ کړي وو خو ډېر کم یې بریالي وو. د متحده ایالتونو پروګرام په ۱۹۶۰ لسیزه د کوریا له جګړې سره بېرته پیل شو او بلاخره د تلویزیوني کامرو بمونه یې جوړ کړل.
په انفراریډ هدایت کېدونکې اېلیکټرو اپتیکي وسلې
په دوېمه نړیواله جګړه کې متحده ایالتونو (VB-6 Felix) جوړ کړ کوم چې انفراریډ وړانګې کاروي او بېړۍ په نښه کوي، تولید یې په ۱۹۴۵ کې پیل شو نو له همدې امله په جګړه کې کار ترې وانخیستل شو. د متحده ایالتونو (AGM-62 Walleye) لمړی اېلیکټرو اپټیکل هدایت کېدونکې بریالۍ ازمویل شوې وسله وه او د ویتنام له جګړې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې د متحده ایالتونو پوځ وکاروله.
تر ټولو عام اېلیکټرو اپټیکل توغندی (Raytheon Maverick) دی. درانده د ټانک ضد توغندي دي، درې سیستمونه electro-optical (AGM-65A), imaging infra-red (AGM-65D), and laser homing (AGM-65E) کاروي. لمړي دوه یې د هدف په بصري بنسټ هدایت کیږي او کله چې له الوتکې وتوغول شي پیلوټ یې نور هدایت کولو ته اړتیا نلري بلکې خپله هدف پسې تګ کوي. پاکستان هم دوه ډوله (NESCOM H-2 MUPSOW and H-4 MUPSOW) اېلیکټرو اپټیکل ګلایډ بمونه لري او د (I.R imaging and Television guided) سیستمونه کاروي او (fire-and-forget) پکې کارول شوی په دې مانا چې له توغول کېدو وروسته هدف په خپله تعقیبوي. د اسرایلو (Elbit Opher) هم هدایت کېدونکی بم دی او په لایز هدایت کېدونکو بمونو څخه ارزانه او بل دا چې په هره الوتکه کې د کارېدو وړ دی.
په لایزر هدایت کېدونکي مهمات
په ۱۹۶۲ کې متحده ایالتونو په لایزر هدایت کېدونکو مهماتو باندې پیل وکړ. په ۱۹۶۸ کې یې لمړی (BOLT-117) په لایزر هدایت کېدونکی بم جوړ کړ. په دې ډول وسلو هدف د لایزر په وړانګې په نښه کیږي خو که چېرې هوا خرابه وي نو هدف پرې په نښه کول ستونزمنه چاره وي. کله چې بم جوړ شو د ازموینې لپاره یې د ویتنام په جګړه کې ۶ ځلې وکاروه. متحده ایالتونو په (F-4 Phantom) الوتکو کې نصب کړ او وروسته ناست پیلوټ به هدف په لاس کې په نیولي لایزر په نښه کوه. د ویتنام په جګړه کې تر ۲۸۰۰۰ زیات شمېر دا ډول بمونه وغورزول شول. د مایکرو چیپ تر جوړېدو پورې د لایزر بمونو جوړونه عامه نه وه. په ۱۹۸۲ کې انګلستان هم په (1982 Falklands War) جګړه کې په لایزر هدایت کېدونکې وسلې وکارولې خو په پرېمانه کچه نه وې. په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې کله له عراق سره جنګ ونښته په پرېمانه کچه وکارېدې. له دې وروسته په ۱۹۹۹ کې د کوسوو په جګړه کې وکارېدل.
امریکا د لایزري بمونه دوه کورنۍ ( Paveway II and the Paveway III) لري په دې کې (Paveway III) په ایروډینامیکه توګه زیات اغیزمن دی، لرې هدف په نښه کوي او تر ټولو زیات قیمت لري. خو د (Paveway II) سیستم یې ارزانه او د وړو هدفونو لپاره ښه دی لکه د ټانک، موټر او بکتر بند لپاره.
د امریکا (AGM-123 Skipper II) بم د بیړیو ضد دی او لویې بیړۍ ویجاړولی شي.
سودرشان د هند په لایزر هدایت کېدونکې وسله ده او خپله یې د نورو په مرسته جوړه کړې.
روسان هم (KAB-1500L and KAB-500L) د هدایت وړ بمونه لري
چینایان د (LT PGB) په نامه د هدایت وړ د مهماتو کورنۍ لري، دوېمه چینایي د هدایت وړ د مهماتو کورنۍ (LS PGB ) ده
ترکان د (Roketsan Cirit) په نامه د هدایت کېدو وړ توغندي لري
په رادار هدایت کېدونکې وسلې
په (Lockheed-Martin Hellfire II) الوتکو کې د ټانک ضد یو ډول وسله په رادار هدایت کېدونکی سیستم کاروي تر څو وسلې ته (fire-and-forget) سیستم چمتو کړي.
په سټلایټ هدایت کېدونکې وسلې
د خلیج په جګړه کې چې کله په لایزر هدایت کېدونکي توغندي او بمونه وکارېدل نو ستونزه دا وه چې له ډېرې لوړې ارتفاع هدف نښکارېده او یا چې کله هوا خرابه وه هدف نشو په نښه کېدلای. خو په سټلایټ هدایت کېدونکې وسلې بیا دا ستونزه نلري او که هدف له هر څومره لوړې ارتفاع په نښه شوی وي خیره نښکاري لکه د Joint Direct Attack Munition (JDAM) and Joint Stand-Off Weapon (JSOW) سیستمونه دواړه په سټلایټ هدایت کېدونکي دي. دواړه سیستمونه د متحده ایالتونو د جي پي اېس سیستم د هدایت لپاره کاروي. دا وسلې په هر ډول هوا کې پرته له ځمکني هدایت څخه د کارېدو وړ دي. په دې سیستم کې ستونزه داده چې مخالف لوری کولای شي جي پي اېس جام کړي نو د حل لارې لپاره دا وسلې په خپل ځان کې (inertial guidance system) لري نو که چېرې د جي پي اېس سګنال ورک هم شي همدا سیستم یې هدایت کوي خو د جي پي اېس په پرتله لږ دقیقوالی لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!