Printing press – مطبعه

یوه میکانیکي اله ده کومه چې د رنګ لرونکې سطحې باندې د فشار لپاره کاریږي د یوې ټوټې یا کاغذ له پاسه ایښودل کیږي تر څو رنګ انتقال کړي (هغه ماشین چې د رنګ په ذریعه د متن لیک او انځور کاغذ ته لیږدوی). په پخوانۍ طریقه کې به ټوټه یا کاغذ په تکراري توګه بورس کېده او یا هم به موښل کېده تر څو د رنګ انتقال ممکن کړل شي خو اوسنۍ طریقې چاپ کې ښه والی او د بهیر چټکوالی رامنځته کړ. معمولا د متن د چاپ لپاره کاریږي.

په ۱۴۴۰کې په جرمني کې ګولډ سمېت جوهانس ګوتنبرګ د مطبعې ماشین اختراع کړ او دې چارې سره د چاپ انقلاب رامنځته شو. د ګولډ سمېت تر اختراع وړاندې پېچ ته ورته تاوېدونکې د چاپ اله (screw presses) کارېده او کولډ سمېت د همدې الې په طرحه کې اضافه وکړه.

د رنسانس دورې یوازې یوه ماشین په یوه کاري ورځ کې تر ۳۶۰۰ پورې پاڼې چاپ کولای شوې خو تر دې په پخواني ماشین یوازې ۴۰ پاڼې چاپ کیدای شوې. د ګولډ سمېت ګوتنبرګ ماشین د قیمت په کموالي او ژر تولید کې لویه مرسته وکړه او په دې چارې سره یې د اروپايي ټولنې شکل ته دایمي تغیر ورکړ د دایمي تغیر لوی لامل یې د کتاب قیمت کې بې کچې کمی رامنځته کېدل وو. د چاپ له ماشین سره او د کتابونو له پرېمانه چاپ سره د عینکو جوړیدنه او د کارونې دود کېدنه، د چاپ لپاره د رنګ په تولید کې ښه والی او د کاغذ تولید هم زیات شو.

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons