د ډول علمي نوم یې انتیلوکاپرا امېریکانا (Antilocapra americana) ده، امریکایي انتېلوپ (American antelope) هم ورته وېل کیږي خو انتېلوپ نده او نه له انتېلوپ سره د بدن جوړښت او چلند کې ورته والی لري، د شمالي امریکا سومان یا بوټ لرونکی، تی لرونکی حیوان ده. د کورنۍ نوم یې انتیلوکاپریدای (family Antilocapridae) او د ډلې نوم یې ارتیو دکتیلا (family Antilocapridae) ده. یوازینی انتېلوپ ته ورته حیوان ده چې ښکرونه یې څانګې یا ښاخونه لري او هر کال یې بېرته رژوي یا یې ماتوي.
د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۸۰–۱۰۰ سانتي متره (۲.۵–۳.۲۵ فټه) پورې او وزن یې ۴۰ کیلو ګرامه (۹۰ پونډه) ته رسیږي. ښځه یې په وزن او قد کې تر نر لږ څه کمه وي. له هر ډول انتېلوپ څخه په منډه کې چابک او تېز دي او په یو ساعت یې د منډې تېزوالی ۷۰ کیلو متره (۴۰ مایله) اټکل شوی. که چېرې خپل ښکار کوونکی په یو کیلو متر کې هم وویني پېژندلی یې شي او تېښته کوي.
دواړه نر او ښځه یې ښکرونه لري، د نر ښکر یې تر ښځې غټ وي، نر یې د اکتوبر میاشت کې ښکرونه ماتوي. په ژمي کې یې ښکرونه بېرته وده کوي او تر پسرلي پورې بشپړ کیږي. د جنسې نزدیکت موده یې د اوړي په پای کې او د مني په پېل کې ده. نران یې له ښځو سره سیمې ټاکي. کومه ښځه چې غویمه شوې وي نر په انزوا کې جنسي نزدیکت ورسره کوي خو د ځینو سیمو نران یې ډله ښځې له ځان سره ګرځوي او له ټولو سره جنسي نزدیکت کوي. د اومیندوارۍ نېټه یې ۲۵۰ ورځې ده چې دبدن د کچې په پرتله خورا زېاته ده (بدن وړوکی ده او د اومیندوارۍ نېټه یې خورا زېاته ده). تر شپږو پورې بچیان زېږوي خو یوازې تر ۲ پورې پاییږي. په اوړي کې یې رمه له زېاتو غړو جوړه وي او په ژمي کې یوازې یو څو سره ګرځي.