Pulmonary agent – سا بندونکې کیمیاوي وسلې
په انګرېزۍ کې ورته (choking agent) هم وایي. کیمیاوي وسلې دي او د قرباني کس سا بندوي. په سږو کې مایع تولیدوي او د خپکۍ کېدو لامل کیږي. که چېرې پوستکی یا سترګې دې ډول توکو ته څرګندې شي نو زنګ ورته سوزېدنه پکې رامنځته کیږي. که چېرې تنفس شي نو د مرۍ د سوزېدو، ټوخېدو، کانګو، په سر کې د درد، په سینه کې د درد او د سینې د بندېدو لامل کیږي.
د سا بندونکو کیمیاوي وسلو بېلګې د کلورین ګاز، کلوروپیکرین، ډایفوزجین، فوزجین، ډیسلفرډیکافلوریډ، اکرولین دي. په دې کې تر ټولو زیاتې خطرناکې سا بندونکې کیمیاوي وسلې فوزجین او ډیسلفرډیکافلوریډ دي. ډیسلفرډیکافلوریډ په عام حالت کې بې رنګه ګاز دی. د الوتنې غلظت یې له هوا څخه ۳.۴ ځلې زیات دی او د اوږدې مودې لپاره د ځمکې سطحې ته نږدې پاتې کیږي (ژر الوت نکوي او هوا ته نه خپریږي). که چېرې یو کس فوزجین تنفس کړي په ۱۲ ساعتونو کې یې ټول علایم راڅرګندیږي او له ۲۴ تر ۴۸ ساعتو پورې یې وژني.
په لمړي ځل جرمنانو د بلجیم په (Second Battle of Ypres) جګړه کې د ۱۹۱۵ کال د اپرېل په ۲۲ تقریبا ۱۶۸ ټنه کلورین ګاز د فرانسې، کاناډا او انګلستان پر پوځ وکاروه.
Comments
So empty here ... leave a comment!