Python – پېتون
له هوا څخه هوا ته د توغېدونکو توغندیو کورنۍ ده. د اسرایلو رفایل اېډوانس ډېفېنس سېسټمز شرکت جوړ کړی. د یاد توغندي لمړی نوم شفریر دی په عبري ژبه کې (שפירית) لیکل کیږي. په کال ۱۹۵۹کې یې شفریر-۱ جوړ کړ، د ۱۹۷۰ لسیزې په پیل کې یې شفریر-۲ جوړ کړ او له دوېم توغندي جوړولو وروسته یې د توغندي نوم له بیمبیرک (Shafrir) ښامار (Python) ته بدل کړ. په کال ۱۹۷۸ کې کې یې پېتون-۳ جوړ کړ کوم چې د همدې توغندي درېم ډول دی او همداسې کې یې پېتون-۴ او کې یې پېتون-۵ ادامه لرله. په اوسمهال کې د نړۍ زیات هیوادونه یاد توغندي کاروي.
ډول یې د لنډ واټن له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی دی، جوړونکی هیواد یې اسرایل دی، جوړونکی شرکت یې (Rafael Advanced Defense Systems) دی، وزن یې ۱۰۳ کیلو ګرامه دی، د سروکي وزن یې ۱۱ کیلو ګرامه دی، د چاودنې میکانیزم یې نږدې واټن کې چاودېدنه (Proximity fuze) دی، انجن یې د جامدو سونګ توکو کارونکی موټور دی، اوږدوالی یې ۱۰ فټه او قطر یې ۱۶۰ ملي متره دی، د وزرو پراخوالی یې ۲۵ انچه دی، د ۲۰ کیلو مترو په داخل کې هدف په نښه کولای شي، زیات نه زیات سرعت یې مک ۴ دی. د نړۍ په په پر مختللو جېټ الوتکو کې لکه د امریکا اېف ۱۶، د فرانسې د مېراج په ټولو ډولونو کې او همداسې د روسانو په هغو الوتکو کې چې په هند کې د جواز لاندې جوړېږي هم کارېدلي. د سپایډر په نامه سیستم کوم چې د موټر په ذریعه د انتقالیدو وړ دی د همدې توغندي پېتون-۵ کاروي.
په ۱۹۵۰ لسیزه کې اسرایلو دا درک کړه چې په کور د ننه له هوا څخه هوا ته د توغېدونکي توغندي جوړولو ته اړتیا لري تر څو د دفاع صنعت ته په داخل کې وده ورکړي او له بهر په واردېدونکو وسلو تکیه کمه کړي. په همدې لسیزه کې یې له (Rafael Armament Development Authority) سره قرارداد لاسلیک کړ – یاد نوم د شرکت پخوانی نوم دی – تر څو د شریر په نامه توغندی جوړ کړي.
په کال ۱۹۶۳ کې یاد توغندي د اسرایلو په مېراج الوتکو کې وکارېدل. په لمړي ځل یې په د شپږ ورځو په جګړه کې وکارول خو کومه الوتکه یې نسکوره نکړه او د الوتکو د نسکورولو لپاره یې له ماشیندارو کار واخیست. کله چې شفریر-۲ جوړ شو نو په ۱۹۷۱ کې یې د اسرایلو هوایي ځواک کارونه پیل کړه، په کال ۱۹۷۳ کې یې د یوم کېپور جګړه کې وکاروه، په دې جګړه کې یې تقریبا ۱۷۶ توغندي وتوغول او د دشمن ۸۹ الوتکې یې پرې نسکورې کړې. له جګړې وروسته یې مارکېټ هم پیدا کړ، د اسرایلو په جوړو شوو الوتکو کې نصب شول او د سوېلې امریکا په ځینې هیوادونو کې له الوتکو سره وپلورل شول.
کله چې د همدې توغندي درېم ماډل جوړ شو له بیمبیرک نه یې نوم ښامار (Python-3) ته بدل کړ له همدې امله (Python-1 or Python-2) نشته. درېم ماډل کې یې تر پخوانیو دوه ډولونو وړتیا زیاته وه، له لرې واټن یې له پورته، لاندې وروسته او څنګ اړخ څخه هدف په نښه کولای شو. په کال ۱۹۸۲ کې د لبنان په جګړه کې وکارېدل او د دشمن ۳۵ الوتکې یې نسکورې کړې. له جګړې وروسته د چین یاد توغندي ته پام شو او د جواز لاندې یې په چین کې د PiLi-8 (PL-8) AAM نامه تولید پیل کړ.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې په یاد توغندي کې نورې وړتیاوې اضافه شوې او نوي ورژن ته یې (Python-4) نوم ورکړل شو. په درېم ماډل کې یې د (fire-and-forget) سیستم کمزوری وو او څلورم کې ښه والی پکې رامنځته کړل شو. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسرایلو یاد شرکت د (Python-5 AAM) په جوړونې پیل وکړ کوم چې په (advanced electro-optical imaging seeker with lock-on after-launch ability) سیستم مجهز وو.