PZL.23 Karaś

د (crucian carp) په نامه هم پېژندل کیږي، په ۱۹۳۰ لسیزه کې د پولنډ سپکه بم غورزنکې او د کشف الوتکه وه، په لمړي ځل یې د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په دوېمه نیټه د جرمني په اوهالو کې په یوه شرکت بمبار کړی، وروسته یې د جرمني څو نظامي قطعې بمبار کړي. بم غوروزونه یې له کمې ارتفاع کوله او دافع هوا په نښه کولای شوې، د ۱۹۳۹کال تر پایه پورې ۸۶ % الوتکې له منځه ولاړې چې له دې څخه ۶۷ % دښمن په نښه کړې وې.
 
جوړونکی شرکت یې (Państwowe Zakłady Lotnicze) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۴کال د اپرېل په لمړۍ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۳۶ کې پیل شوې، په ۱۹۴۶ کې تقاوت شوي، د ۱۹۳۶ – ۱۹۳۸ کلونو تر منځ تولید شوي، اساسي کارونکي یې (Polish Air Force and Bulgarian Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۵۰ + ۳ لمړنۍ الوتکې وې. د رومانیا هوایي ځواک هم ترلاسه کړې وې.
 
اوږدوالی : ۹.۶۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۹۵ متره
لوړوالی : ۳.۳ متره
د وزرو سطحه : ۲۶.۸ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۱۹۲۸ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۸۱۳ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳،۴۲۸ کیلو ګرامه
پاورپلنټ PZL Bristol Pegasus IIM2 9-cylinder radial engine, 670 hp (500 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۰۴ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۲۸۰ فټه
وسله : درې ماشیندارې او تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه

Pzl.23 2
PZL.23 Karaś
PZL P.23B Karas
PZL P.23B Karas By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons