Red fox – سره یا عامه ګیدړه
دې ګیدړو ته د ګیدړو عام ډول (common fox) هم وایي. د کورنۍ نوم یې کانیدای (Canidae) ده. په ټوله اروپا، د اسیا په ګرمو سیمو کې، شمالي افریقا او شمالي امریکا کې شته دي. په ۱۹ پېړۍ کې لمړی ځل استرالیا ته انتقال شوې چې د استرالیا په لویه وچه کې خورا چټکی خپرې شوې. دا ګیدړې د سپورت لپاره په دام نیول کیږي، په فارمونو کې ساتل کیږي تر څو یې وړۍ لرونکی پوستکی په سوداګریزه توګه وپلورل شي، او یا هم ښکار کیږي خو په ځینې ملکونو کې یې وژل یا نیول جرم بلل کیږي.
د بدن اوږدوالی یې ۹۰–۱۰۵ سانتي متره پورې ده چې په دې کې ۳۵–۴۰ سانتي متره اوږده لکۍ هم شامله ده. لوړوالی یې تقریبا تر ۴۰ سانتي متره پورې او وزن یې ۵–۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي خو په ځینې سیمو کې تر ۱۴ کیلو ګرامه پورې د ډېرو کمو شته ده. بدن یې نرم اوږده وېښته لري چې لاندې برخه یې سور نصواري رنګ لري. ډېر وخت یې لکۍ سپین خاپونه لري خو غوږونه او پښې یې تورې وي. په شمالي امریکا کې یې رنګونه له یو بل سره توپیر لري چې تور او سلوري رنګه وېښته او په دې کې سپینې پټۍ یا خاپونه شته وي. په اروپا کې د دې ګیدړو ډول سمسون ګیدړې (Samson fox) په نامه یادیږي چې د وېښتو لاندې برخه یې ګورګوتي شوې وي.
د شلمې پېړۍ په نیمه کې له یوې خوا غټو حیواناتو لکه لیوه او داسې نورو او له بلې خوا انسانانو په اروپا او شمالي امریکا کې د کرنې له وجې د ګیدړو لوی تعداد له منځه یوړ.
په ژمي کې جنسي نزدیکت کوي او د اومیندوارۍ له ۷ تر ۸ وروسته بچیان زېږوي (vixen). د بچیانو تعداد یې له یو تر لسو پورې وي خو پنځه یې منځنۍ کچه ده. وړو بچیانو ته یې په انګریزۍ کې (kits, cubs, or pups) نومونه اخلي کوم چې معمولا د هر ښکار کوونکي غوښه خوړونکي حیوان بچیانو ته کاریږي. ډېر وخت بچیان په داسې غار کې کوي چې بل حیوان پریښی وي او بیا دې ګیدړو غټ کړی وي. په ټول اوړي کې یې مور او پلار د بچیانو خیال ساتي خو په مني کې چې کله بشپړ وده وکړي سره جلا کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!