Red Gorbatov cattle – سور ګورباتوف غوییز

ادعا کیږي چې له لوکوسیس، له نري رنځ او بروسیلوسیس سره مقاومت لري. د روسې د ګورباتوف سیمې د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په نېزخي ګورود ولایت کې، له ټیرولین او سیمه ایزو پریوک سکي غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کال کې یې په اړه مالومات خپاره شول. د وینې ازموینې یې د دنمارک له سرو غوییزو سره او انجلن غوییزو سره اړیکه ښي. په روسۍ ژبه کې یې نوم (Kpacнaя гopбaтoвcкaя) لیکل کیږي.


ځانګړنې
سور رنګ رنګ لري خو په سور رنګ کې د نورو رنګونو سوری هم شته وي. ځینې وخت یې تیان او ورسره چار چاپېره برخه سپینوالی لري. د پوز رنګ یې ګلابي، د ښکرونو سپین او تور خالونه پکې وي. د غوا قد د مخکینیو پښو په ولیو کې تر ۱۲۲ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۴۷۰ کیلو پورې وي ؛ د غویي قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې تر ۱۳۳ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۸۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ۱۹۸۰ کال کې د غوا ګانو شمېر تر ۷۴۰۰۰ پورې اټکل شوی وو خو په ۱۹۹۰ کې یې شمېر ۲۷۴۰۰ ته راکم شوی وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons