Red-tailed knobby newt – د سرې لکۍ موړې لرونکی تریتون

د کوېچاو کروکوډایل تریتون په نوم هم پېژندل کیږي. ساینسي نوم یې (Tylototriton kweichowensis) دی. د چین د ګوېجو ولایت پخوانۍ املا کوېچاو ده له کوم چې د یاد تریتون دوېم نوم اخیستل شوی.له امپراتور تریتون او د هیمالیا له تریتون سره نږدې تړاو لري.

ښځه یې په تنه کې له نر غټه وي. په ورو بهېدونکو لښتیو او ډنډونو کې د کال یوه برخه تېروي او همداسې په وچه کې د ژوند پړاو د غونډیو په هغو پېچومیو کې تېروي چېرې چې لانده واښه زیات وي. اوبو ته یوازې د مثل د تولید پرمهال تګ کوي او د مثل د تولید موده یې د مې له پیل د جولای تر پیل پورې وي، تر ډېره د سیمې له موسمي بارانونو سره مل وي.

خواړه یې چونجیان، حشرې، لاروای ژوي او نور واړه د تریتون ډولونه دي. د چونګښو واړه بچیان هم خوري. ځینې خلک یې د کورني ژوي په توګه کورونو کې ساتي. که چېرې کور کې ساتل شوي وي نو د درې غړو لپاره له ۱۵ تر ۲۰ ګېلنو پورې اوبو ته اړتیا لري.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل تیلوتوتریتون
Sidebar



Share
Hide Buttons