Red Tambov – سور تامبوف غوییز
په روسۍ ژبه یې نوم (Kpacнaя тaмбoвcкaя) لیکل کیږي. د روسې د تامبوف اوبلاست سیمې د غوییزو نسل دی. نسل یې په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم کاروي. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل له ټیرول، ډیون او سیمینتال غویانو او له سیمه ایزو غواګانو اخیستل شوی. په ۱۹۲۴ کې کیرسانوف او لینېن فارمونو نسل ته وده ورکړه. په ۱۹۸۰کې یې د نسل غړي تر ۴۵۰۰۰ پورې رسېدلي وو. بدن یې سور رنګ لري، په سور رنګ کې ځینې وخت سپین خالونه موجود وي. د غوا قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې تر ۱۲۷ سانتي متره پورې رسیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!