Reedbuck – ریډ بک انتېلوپ
درې ډوله د منځۍ کچې اتېلوپ دي چې د رېډنکا نسل (genus Redunca) جوړوي. د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده او د افریقا د نیمه سهارا په لوړو وښو لرونکو سیمو کې ژوند کوي. د هرې سیمې انتېلوپ یې په کچه او وزن کې له یو بل سره توپیر لري. د ډولونو نومونه یې : بوهور ریډ بک (bohor reedbuck) د ډول علمي نوم یې (Redunca redunca) ده، غریز ریډ بک (mountain reedbuck) د ډول علمي نوم یې (Redunca fulvorufula) ده او عام ریډ بک (common, reedbuck) د ډول علمي نوم یې (Redunca arundium) ده.