Research vessel – د څېړنې کیشتۍ
لنډیز یې (RV or R/V) دی. یوه جوړه شوې یا مجهزه شوې کیشتۍ وي په سمندرونو کې د څېړنو لپاره کاریږي. مختلف ډوله دندې پرې ترسره کیږي. د هرې دندې یا چارې لپاره ځانګړې کیشتۍ وي خو ځینې کیشتۍ بیا د څو چارو لپاره کاریږي. ډیری یې د یخ ماتونې وړتیا هم لري او د شمالي قطب په سمندرونو کې کار ترې اخیستل کیږي.
د هایدرو ګرافیکې سروې لپاره کیشۍ
د سمندري چارټونو جوړولو لپاره کیشتۍ وي. چارټونه یا نقشې یې نظامي او غیرې نظامي کیشتۍ د لارې موندنې لپاره کاروي. له دې پرته د سمندر په تل کې د زلزلو او جیولوجي مطالعه کوي. په سمندر کې د ګاز او تیلو موندنې لپاره هم مالومات چمتو کوي.
د سمندر پېژندنې لپاره د څېړنو کیشتۍ
دا ډول کیشتۍ د سمندر د اوبو په فزیکي، کیمیاوي او بیولوجیکي ځانګړنو باندې څېړنې کوي. همداسې د سمندر اقلیم او اتموسفېر مطالعه کوي. په مختلفو ابزارو مجهزې وي او سمندر کې له مختلفو ژورو د اوبو نمونه اخلي. د سمندر د تل د مطالعې لپاره هم وسایل پکې وي. نور چاپېریالي سنسورونه هم پکې نصب وي. په داخل کې واړه د سمندر لاندې لامبو وهونکې موټورونه هم پکې موجود وي.
د څېړنو لپاره نورې کیشۍ د کب نیونې، د تیلو د موندنې، د اوبتل موندنې، ماین موندنې او په شمالي قطب کې د څېړنو لپاره کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!