Rhabdomys – ربدومیس
په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د سوېلې افریقا د شخوند وهونکو نسل دی. نور نومونه یې (striped or four-striped mice or rats) دي. په دودیزه توګه ټول د ډول (Rhabdomys pumilio) یوازې یو ډول ګڼل کیږي خو عصري د ډي اېن اې مالومات وړاندیز کوي چې دوه فرعي ډولونه هم لري.
د ډول (Dorsally Rhabdomys) یې ملا کې څلور تورې کرښې لري. د نسل (Rhabdomys) نوم یې له یونانۍ کلیمې (rhabdos) اخیستل شوی او مانا یې راډ ده. وزن یې تر ۵۵ ګرام پورې رسیږي. له پسرلي ترمني پورې د مثل تولید کوي، د بلاربښت موده یې تر ۲۳ ورځو پورې ده او په یو ځل تر پنځه بچیانو پورې زیږوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | مورینای |
نسل | ربدومیس |
لاندې دوه ډولونه پکې شامل دي
Mesic four-striped grass rat, Rhabdomys dilectus
Four-striped grass mouse, Rhabdomys pumilio
Comments
So empty here ... leave a comment!