Right testicular vein

په انګرېزۍ کې ورته (spermatic vein or the male gonadal vein) نومونه هم اخلي. د نر له هګیو څخه له اکسیجن خالي شوې وینه (inferior vena cava) ته انتقالوي له دې پرته ځینې نورو څانګو کې هم وینه خالي کوي. د نر هګیو په شا کې پیل کیږي له پیل وروسته په خپل ځان کې د (epididymis) څانګې مني، له څانګو منلو وروسته د ورید پېچلې شبکه جوړوي، یادې شبکې ته یې (pampiniform plexus) نوم اخلي.

دوه وریدونه دي او هر یو یې له یوې هګۍ سره وصل وي. که چېرې د نر په (venous valves) برخه کې د (varicocele) په نامه حالت پیدا شي نو په یادو وریدونو کې وینه بېرته وروسته لور ته بهیږي او که چېرې په ورید فشار وارد شي نو پړسوب پیدا کوي. د نر په هګیو کې پړسوب او درد ورسره مل وي او خپلو هګیو کې دروندوالی احساس کوي. دا حالت په ۹۰ % ناروغانو کې د کیڼ اړخ په ورید کې پیدا شوی.

 

No photo description available.