د ۱۹۳۶کال، د مې میاشت په ۲۳ نېټه، د انګلستان په لیور پول کې زېږېدلی او د ۲۰۰۴ کال، د اپرېل په ۷ نېټه په لندن کې مړ شوی. د انګلستان سوداګر او د منډو د سیالیو لپاره د اسونو مالک وو. د اروپا د نامتو (Coolmore Stud) کوم کې چې د منډو د سیالیو لپاره د اسونو نسل اخیستل کېده د ۲۵ کالو لپاره مالک وو. د همدې فارم زیاتو اسونو د اروپا د منډو کلاسیک سیالۍ ګټلي. پلار یې د وېرنوس په نامه په سپورت باندې د شرط لګولو کمپنۍ (Vernons Pools, the sports betting company) جوړه کړې وه کومه چې رابرټ سنګسټر په ۱۹۸۸ کال کې په ۹۰ میلیونه پونډ یا ۱۵۰ میلیونه ډالر وپلورله.