Rodrigues – رودریګ ټاپو
د هند په سمندرګي کې د موریس ټاپو هیواد خودمختاره ټاپو دی. مساحت یې ۱۰۸ کیلومتر مربع دی. د اورشیندنې ځای هم پکې موجود دی. له ټاپو سره نږدې ځینې خالي ټاپوګان هم موجود دي. د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه یې له موریس نه خپله خودمختاري ترلاسه کړه، اوسمهال د رودریګ سیمه ایزه شورا پکې واک لري. په ۲۰۱۴ کال یې نفوس ۴۱۶۶۹ وو. وګړي یې اروپایي اصله او افریقایي اصله دوه رګه د موریس تابعیت لرونکي دي. د اقتصاد بنسټ یې کب نیونه، فارمونه، اوبدنه او د سیاحت سکتور جوړوي. د ۱۵۲۸ کال په فېبرورۍ کې یاد ټاپو د پرتګال (Diogo Rodrigues) موندلی وو او له نوم څخه یې د ټاپو نوم هم اخیستل شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!