Roman Catholic Archdiocese of Tunis – په رومان کتولیک کلیسا کې د تونس ارک دیوسیز

په ۱۹۶۴ کال کې د تونس ولسمشر حبیب بورګویبا هڅه وکړه چې د کتولیک عیسویانو کلیساګانې په تونس کې وتړي. د تونس د ۱۹۵۹ کال په اساسي قانون کې کتولیک کلیسا په تونس کې قانوني تنه ده او د دې لپاره یې له کتولیک کلیسا سره د (modus vivendi bilateral agreement) په نامه تړون کړی په دې تړون کې د تونس نور خلک او حکومت له کتولیک کلیسا سره او خپله کتولیک کلیسا له نورو سره بې پرې او خنثی په سوله کې پاتې کیږي او همداسې کتولیک کلیسا ته اجازه نه ورکوي چې په تونس کې سیاسي خوځښت ولري. وروسته پاپ د ولسمشر غوښتنې ته کتنه وکړه او په مقام کې یې اصلاحات رامنځته کړل.
 
دا مقام د ۱۸۸۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه تاسیس شوی، په پیل کې یې نوم (Archdiocese of Carthage) وو او په تونس کې د هغې سیمې لپاره عیسوی مامور پرې ګمارل کېده چې د فرانسې د حمایې لاندې سیمې وې. د ۱۹۶۴ کال د جولای په ۶ نېټه یاد مقام ( territorial prelature) ته بدل شو. د ۱۹۹۵ کال د مې میاشت په ۳۱ نېټه د مقام نوم (diocese of Tunis) ته بدل شو خو د ۲۰۱۰ کال د مې په ۲۲ نېټه د مقام رتبه (archdiocese) ته لوړه شوه.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons